اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې مخالفه ډله خپله غلا پټولو لپاره اولس په سړكونو راوباسل غواړي ٬ د مخالفې ډلې مقصد د هېواد او قام ګټه هېچرې نه ده بلكې دوي خپل كرپشن پټولو او د احتساب نه بچ كېدو لپاره منفي لارې ??ار??ي٬ د پاکستان اولس شعور لري٬ د مخالفې ډلې په خبرو به غوږ نه ګروي او نه به دوي سره اودرېږي٬ اولس د دوي د حقيقت نه خبر دي چې د هېواد د معيشت د تباهۍ او بربادۍ اصلي ذمه وار پيپلز ګوند او مسلم ليګ (ن) دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ډاکټر فردوس عاشق اعوان د بېلا بېلو نجي ټي وي چېنلو په پروګرامونو كښ?? د خبرو په مهال كړې۔ دې ووئيل مخالفې ډلې ته نن د اولس دړد او تكليف راياد شوې كاش چې دوي ته د خپلو حكومتونو په دورونو كښ?? د دې خبرې احساس شوې وې نو نن به صورتحال دې ډګر ته ??ه وې رارسېدلې ٬ دا هم د دوي ??ار??نه او د ??ار??ردګۍ كمال دې چې دوي هېواد 31 زره اربه مقروض پرېښې دي٬ 37 اربه تجارتي زيان او 1200 اربه سركلر ډېبټ وغېره ئې پرېښې دي او هم دا ھغه ټول حقائق دي چې په سوب ئې د هېواد د كرنسۍ قدر فشار سره مخ دې خو د دې ټولو چېلنجونو باوجود حكومت د هېواد د معيشت استحكام او د روپۍ قدر كښ?? ټيكاٶ لپاره شپه او ورځ كار كوي او د اوسني حكومت د مثبت او كوټلې اق??اماتو نتيجې به ډېر زر ترلاسه كېدل پېل شي۔ ده ووئيل مونږ په حكومت كښ?? يو او خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول پالو٬ د هېواد د 22 كروړه اولس يوازنې اميد وزیراعظم عمران خان دې څوك چې به د هېواد او قام تقدير بدلوي او د بحرانونو نه به ئې په كاميابۍ سره رابهر كوي٬ اوسنې حكومت سټېټس كو چلېنج كړې او په ادارو كښ?? اصلاحات كولو لپاره هڅېے كوي چې په سوب ئې مونږ ستونزو سره مخ يو خو دا مشكلات عارضي دي ډېر زره به هر خوا خوشحالي راشي او هېواد به مخ په وړاندې لاړ شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزیراعظم عمران خان د اولس د مسئلو او تكليفونو نه خبر دې او د اولس د مسئلو هواري لپاره مهم او كوټلي اق??امات هم روان دي٬ د روپۍ بې قدرې