اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي﴾ پاكستان پوسټ د تېر مالي كال 18-2017 په مقابله كښې سږ كال په محصولاتو كښې 116 فيصده اضافې سره تر ټولو زياته ګټوره سركاري محكمه جوړه شوه۔ ډپټي چيف اكاؤنټس آفيسر اوېس احمد اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې د وفاقي وزير مراد سعيد په مشرې كښې محكمې سږ كال 14.5 اربه روپې منافع ??رلاسه كړې كومه چې په ټولو محكمو كښې تر ټولو زياته د منافع ??رح ده۔ شپږ اربه روپې بېلا بېلو محكمو سره متنازعه دي كومې به چې اداره وصو?? كوي او كه دا معامله د پاكستان پوسټ په حق كښې حل شي نو زيات رقم به ترلاسه شي۔ ده ووئيل چې د ډاك محكمې په بجټ كښې 10 فيصده كم?? شوې او سره د محدود وسيلو د پاكستان پوسټ كاركردګي د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل چې د ادارې بهترې لپاره نور اقدامات هم كولې شي۔