اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بن??ۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي حكومت د سائنس او ټېكنالوجۍ څانګې بهترۍ لپاره هڅې كوي او د څانګې پرمختګ لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات روان دي دغسې چې پاكستان د آئي ټي په مېدان كښې خپل ځائ جوړ كړي۔ وفاقي وزير دا خبرې د سنټرل ډويلپمنټ ورکنګ پارټۍ غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ د سي ډي ډبليو پي غون??ه كښې د سائنس اېنډ ټيکنالوجۍ پحقله د پاکستان اټامك انرجۍ لخوا پاکستان ريسرچ ريکټر3 لپاره د 4671.050 مېليونه روپو منصوب?? وړاندې كړې شوه كومه چې حتمي منظورۍ لپاره اېكنك ته ولېږلې شوه۔ د سائنس اېنډ ټيکنالوجي وزارت لخوا دوېمه منصوبه د كركيلې او هېلت سائنسز په څانګه كښې مصنوعي ذهانت كارولو لپاره د پوسټ ??رې??وېټ ??رك??ونو لپاره د 527.676 مېليونه منصوب?? وړاندې كړه كومه چې غونډې منظور كړه