اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كشمير كور ګروپ غونډه د زيارت په ورځ په وزيراعظم دفتر كښې وشوه۔ په غونډه كښې مقبوضه ??شم??ر كښې د پېدا شوې بشري صورتحال ٬ د هند د 5م اګست كال 2019 د غېر قانوني او يو اړخيزه اقدام سره امن او امان ته د ورمخې ته د سنګينو خطرو او د بشري حقونو د خلاف ورزويو په اړه نړيوالې ورورولي خبرولو لپ??ره پاكستان په سياسي ا?? سفارتي محاذونو خاص هلو ځلو پلو پام ګرځولې شوے ٬ په غونډه كښې د لكهونو په شمېر د كشميريانو د پرله پسې لاك ډاٶن او د هندي جبر او زياتو شوو ظلمونو غندنه هم وشوه۔ په غونډه كښې ووئيل شول د نړيوالې ورورولې پشمول د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ٬ د نړيوالو بشري حقونو نتظيمونو٬ ادارو او نړيوالې ميديا د صورتحال د سنګينۍ اعتراف كړې او كرفيو او نور بنديزونه لرې كولو او د كشميريانو ستونزې ختمولو لپ??ره په هند فشار زياتېږي۔ غونډه كښې د كشمير صورتحال ګردې نړۍ ته په ډاګه كولو او د هند مقبوضه جمو كشير اولس ته د خ??لو??كۍ حق وركولو لپ??ره سياسي ٬ سفارتي٬ قانوني او د ميډيا په په محاذونو هڅې لا ګرندې كولو لپ??ره صلا راغلې۔ په غونډه كښې خارجه وزير٬ د قانون او انصاف وزير ٬ د كشمير لپ??ره د پارلماني كمېټۍ مشر ٬ د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ٬ اټارني جنرل آف پاكستان او نورو لوړ پورو ګډون كولو