پېنډې 14 ستمبر (اے پي پي) په لوېديځه پوله د ترهګرو د ډزو په دوه پېښو كښې 4 پوځي ځوانان ش??يدان او يو ژوبل ش??ے۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ لخوا جاري شوي بيان له مخې په شمالي وزيرستان كښې د اب خېل په سپين وام سيمه كښې شرخوښو د شپې په وخت د امنيتي ځواكونو د معمول په ګزمه ډزې وكړې او په نتيجه كښې ئې سپ??هي د ګلګت بلتستان اوسېدونكې 23 كلن اختر حسېن ش??يد شو۔ د پاك پوځ په ځوابي كارروائې كښې دوه شرخوښي وژل شوي دي۔ په دير كښې په پاك افغان پوله د ترهګرو د ډزو په يوه بله پېښه كښې ترهګرو د پولې له بلې خوا ډزې وكړې او په تار لګولو كښې بوخت د پاك پوځ ډلې ئې په نښه كړې۔ په ډزو كښې درې سپاهيان ش??يدان او يو ژوبل ش??ے۔ په شهيد شويو كښې 28 كلن لانس نائيك سيد امين آفريدي٬ 31 كلن لانس نائيك محمد شعېب سواتي او 22 كلن سپ??هي كاشف علي شامل دي۔