د كشمير د پارليماني كمېټۍ چيئرمېن سيد فخر امام د بين الپارليماني يونين د جنرل اسمبلۍ 141 غونډې ته خطاب

image
APP72-16 BELGRADE: October 16 - Chairman Parliamentary Committee on Kashmir Syed Fakhar Imam addressing the General Assembly of the 141st Inter-Parliamentary Union in Serbia. APP

بلغراد 16 اکتوبر (اے پی پی) د كشمير د پارليماني كمېټۍ چيئرمېن سيد فخر امام وئېلي دي چې د مقبوضه كشمير محاصرې څخه نړيوال امن ته سنګين خطرات راپېدا شوي٬نړيوالې ورورولۍ له د مقبوضه كشمير د اولس په ناوړه حالت غلي نه دي پاتې كېدل پكار٬تراوسه يو لك كشميريان شهيدان كړی شوي او په زرګونو بې دركه دي۔ده دا خبرې د بين الپارليماني يونين د جنرل اسمبلۍ 141 غونډې ته د پاكستاني پلاوي مشرۍ په مهال كړی دي۔ده خپل خطاب كښې د نړيوالې ورورولۍ پام مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو بدترينه خلاف ورزو پلو راګرځولو كښې ووئيل كه نړيوالې ورورولۍ د صورتحال خبر وانه خست نو نړيوال امن او سلامتيا لپاره به سختې خطرې رامخې ته شي د كومو به چې ازاله ممكنه نه وي۔سيد فخر امام د برتانيې پارليماني پلاوي د مشر جان وائيټنګ ډيلۍ د بيان ستائنه وكړه چې پكښې هغه كشمير د نړۍ مهم پلېش پوائنټ ګرځولې وو۔ده ووئيل د جمو و كشمير د اولس د خپلواكۍ بنيادي حق د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په قراردادنو كښې هم توثيق شوې۔ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له د شخړيز كشمير د اولس په حالت غلې نه دي پاتې كېدل پكار۔ده ووئيل بين الپارليماني يونين له ځان په دې خبره پوهه كېدل پكار دي چې په جمهوريت كښې بشري حقونو په خاص توګه د مېرمنو او كوچنيانو حقونو ته وړومبې تحفظ ترلاسه دې٬كه په جمهوريت كښې د هغوي د حقونو تحفظ باوري نه كړې شي نو هغه جمهوريت نه ګڼلې كېږي۔ده بين الپارليماني يونين ته غږ وكړو چې شاملو هېوادونو پارليمانونه دې مقبوضه كشمير كښې د صورتحال جاج اخستلو له مشن ولېږي چې ورسره به دغه هېوادونه د كشمير صورتحال باندې پوهېدو له مرسته ترلاسه كړي او خبر به شي چې څنګه هند په جارحيت د كشميريانو بنيادي حقونه ايثار كړې دي۔ده ووئيل په شخړيزه سيمه كښې د يو لك نه زيات يتيمانان ماشومان شته او د كنډو شمېره د 22 زره نه زياته ده دغسې د 11 زره كشميريانو مېرمنو سپكاوې شوې۔ده ووئيل په پنځم اګست هندي اقدام نه پس په مقبوضه كشمير كښې كرفيو روانه ده او پھ ګڼ شمېر كشميري ځوانان په زندانانو كښې ساتلې شوي دي او نيول شوي ځوانان د هند نورو زندانونو ته لېږلې شي۔په سيمه كښې د انټرنېټ او ټېليفون پشمول د مواصلات ټولې ذريعې معطل دي

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں