اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پی پی) ??زي??اعظم عمران خان په هېواد كښې د مصنوعي ګراني پیدا كونكو عناصرو په ضد د سختې كاروائۍ٬احساس پروګرام ترمخه مستحق او غريبانو له د وړو وركولو پروګرام زر تر زره جاري كولو او د هېواد په يوټېلټي سټورونو كښې د ضروري څيزونو شته والي باوري كولو سپارښتنه كړې۔??زي??اعظم دا سپارښتنه د خوراك څ??اك څيزونو د بيعو جاج اخستلو او په افراط زر قابو موندلو په لړ كښې د جمعې په ورځ په ??زي??اعظم آفس كښې د اعلٰی پاې غونډې مشري كولو سره جاري كړې۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ ??زي?? خسرو بختيار٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د پنجاب ??زي??اعلٰی عثمان بزدار٬د خېبرپښتونخوا ??زي??اعلٰی محمود خان٬خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان او نورو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د ضروري څيزونو د بيعو جاج اخستلو او د ذخيره اندوزۍ مخ نيوي پھ اړه اقداماتو تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔??زي??اعظم ته ووئيل شو چې د غنمو مناسب ذخيره باوري كولو او په بيعه د قابو موندلو په لړ كښې د پنجاب او پښتونخوا حكومتونو د اړخه مناسب اقدامات شوي۔??زي??اعظم ته ووئيل شو چې د سندھ حكومت د اړخه سږ كال د غنمو نه اخستلو له امله طلب او رسد كښې فرق پېدا شوې۔??زي??اعظم د دې خبرې نوټس اخستلو سره پاسكو ته سپارښتنه كړی چې د خپل سټاك څخه سندھ صوبې ته غنم وركړي دغسې چې په ماركيټ كښې د وړو بيعه مستحكم كړی شي۔??زي??اعظم د ذخيره اندوزو په ضد د كريك ډاؤن امر وكړو