د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ د نړيوال بانك او آئي اېم اېف مشرانو سره ملاقاتونه

image

اسلام آباد21 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ د نړيوال بانك او آئي اېم اېف مشرانو سره ملاقاتونه كړي چې پكښې د پاكستان معيشت د بشپړه ملاتړ لوظ شوې۔د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ د پلاوي سره د واشنګټن دورې پھ مهال د نړيوال بانك او آئي اېم اېف مشرانو سره جلا جلا ملاقاتونه كړي او هغوي يې د مالي كال په وړومبنو دريو مياشتو كښې پھ معاشي اشاريو كښې د ښه والي نه خبر كړي۔د خزانې وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې ډاكټر عبدالحفيظ شېخ د پلاوي سره د نړيوال بانك منيجنګ ډائرېكټر ايكسل وان ټراټسن برګ او او نورو چارواكو سره ملاقات كړې۔په دې مهال د خزانې صلاحكار نوي اېم ډي له په تعيناتۍ مباركي وركړې او د نړيوال بانك د اړخه يې د پاكستان سره په مرسته د هغه مننه كړې۔د ملاقات په مهال ده په پاكستان كښې د نړيوال بانك په پروژو او په دې لړ كښې په حكومتي اقداماتو رڼا واچوله۔د نړيوال بانك اېم ډي د خزانې صلاحكار ته ووئيل پاكستان د نړيوال بانك په لويو شراكتدارو كښې شامل دے او دې سره سره د انټرنېشنل ډوېلپمنټ اېسوسي اېشن ورلډ بانك د اړخه وركړې شوي مرستې څخه استفاده كوي۔د دې نه پس د خزانې صلاحكار او د هغه پلاوي د آئي اېم اېف منيجنګ ډائرېكټر كرسټالينا جارجيوا او چارواكو سره هم ليدلې۔په دې مهال ډاكټر عبدالحفيظ شېخ نوې اېم ډي له پھ تعيناتۍ مباركي وركړه او هغه يې په پاكستان كښې د آئي اېم اېف پروګرام پېشرفت څخه خبر كړو۔ده ووئيل د آئي اېم اېف پروګرام ترمخه د پاكستان معيشت كښې اصلاحات كولو سره مثبتې نتيجې ترلاسه شوي۔ كرسټالينا جارجيوا ووئيل آئي اېم اېف احساس لري چې د معيشت استحكام لپاره د پاكستان حكومت سختې پريكړې كوي او دغه پريكړې نافذوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں