اسلام آباد ۔ 7 جنوری (اے پی پی) ا??لس مشر ډاكټر عارف علوي هېواد كښې د انشورنس انډسټري ودې له د مناسب ماركيټنګ په حاجت زور راوړلو سره ووئيل چې د ا??لس باور له د انشورنس شرطونو په اړه پېشګي سپيناوي سره سره دې بشپړې خبرتيا له هم ګامونه پورته كړې شي۔ مونږ د ترهګرۍ په ډول مسئلو ق??بو موندلې دې او اوس د قامي تعمير عمل څخه تېرېږو۔ كه مونږ ټول په ګډه كار وكړو نو يو پياوړې او ښكلې پاكستان به وده ومومي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د انشورنس انډسټري اقتصادي نمو او د محتسب كردار په سرخط سيمينار ته خطاب كښې وكړه۔ د سیمینار اهتمام اېکسپریس میډیا ګروپ او جوبلی لائف انشورنس کمپنی لمېټډ كړې وو۔ ا??لس م??ر ووئيل په عامه توګھ خلق په انشورنس داسې باور نه كوي څنګه چې بايد وكړې شي۔ ددې په سببونو كښې د دې نه ناخبره كېدل او د انشورنس نظام كښې پيچيدګۍ شامل دي۔ ده ووئيل پاكستان كښې خلق د خپلو څيزونو او كروندګر د خپلو فصلونو انشورنس ته اړتيا لري۔ دا يو لوئې ماركيټ دې ولې په بشپړه توګه دا كارولې شوې نه دې۔ خلق د خپل مال او ځان تحفظ غواړي٬ دې مقصد له انشورنس ډېر ګټور ثابتېدې شي۔ ا??لس م??ر ووئيل حكومت د هېلت كارډ د لارې د هېواد بې وزله او مستحق خلقو ته د صحت انشورنس وركړې دې۔ دې لپاره حكومت سره سره د نجي څانګې همكارو ادارو كردار هم ډېر مهم دې۔ ده ووئيل په هره يوه ټولنه كښی د كرپشن امكان موجود وي۔ د هېلت انشورنس عمل كښې د بدعنوانۍ مخنيوي له به مناس احتياط كول وي۔ ا??لس م??ر ووئيل د محتسب اداره د شخړو تندۍ سره هوارولو له فعاله كردار ترسره كوي۔ ا??لس د دې ادارې په اړه بشپړه خبرتيا ته اړتيا لري۔ ده په انشورنس انډسټری زور راوړلو سره ووئيل د خلقو باور ترلاسه كولو او د انشورنس د كار دائرې پراخا كولو له به ددې معاملاتو كښې ښه والې راوستل ٬ ماركيټ ته پراختيا وركول او مصنوعي ذهانت او رسك مېنجمنټ ته زيات پام ګرځول وي۔ ا??لس مشر د ميډيا كردار مهم ګرځولو سره ووئيل ميډيا دې د روغتيا مسئلو ٬ د مېرمنو حقونو ٬ نشائي توكو او د صفائۍ او خوراك كمي مضمراتو په اړه اولسي شعور بېدارولو له خپل كردار ترسره كړي۔ ا??لس م??ر ووئيل قومونه داسې نه جوړېږي ٬ دې لپاره ټولو طبقو او څانګو له به د خپلې خپلې برخې كردار ترسره كول وي۔ دې څخه وړاندې وفاقی انشورنس محتسب ډاکټر خاور جمیل خپل خطاب كښې د محتسب ادارې اه??يت په ډاګه كولو سره د انشورنس محتسب په كردار رڼا واچوله۔ ده ووئيل هېواد كښې انشورنس انډسټري وده مومي۔ ددې څانګې پرمختګ د ټول