بيجنګ 01 فروري (اے پي پي) د چين خارجه وزير وانګ ژي وئيلي دي چې د كرونا وائرس خپرېدو نه ??س په سخت وخت كښې د پاكستان لخوا چين سره مرسته د ژورې ملګرتيا عكاسي ده. د خالي په ورځ د چين د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې تېره ورځ خپل پاكستاني هم منصب شاه محمود قريشي سره په ټيليفون په خبرو كښې وانګ ژي ووئيل چې كله د چين اولس د سخت وخت نه تېرېدو نو پاكستان چين سره مرسته كړې. ده ووئيل چې په ووهان كښې كم او زيات يو زر پاكستان?? وګړي موجود ??ي،?? پاكستاني حكومت وئيلي دي چې د دوي د زر رايستلو اراده نه ??رو كومه چې د چين په حكومت د بشپړه باور څرګندونه ده. وانګ ژي ووئيل چې چين به د پاكستان وروڼو خوئېندو د صحت د حفاظت عمل روان ساتي او د دوي به هر ډول ضروري مرسته كولې شي.