اسلام آباد ۔ 22 مارچ (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د مخالفې ډل?? مشر شهباز شريف سره ټېلېفوني تماس ونيولو او ده سره ئې هېواد كښې د كورونا وائرس له امله په رامخې ته شوي معاشي چېلنجز د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ده سره د كورونا وائرس مخنيوي په لړ كښې په پارلماني كمېټي او د ګډې پارلماني كمېټۍ په جوړولو هم مشاورت وكړو۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري كړې شوي بيان له مخې اسد قېصر ووئيل كمېټي ??ه د حكومت په ګامونو نظر ساتي او خپل وړاندېزونه به هم وركوي۔ ده هېواد لپاره په ګډه د وائرس مقابلې كولو له د خپل عزم پخلي كولو سره ووئيل زمونږ سياسي مشرت??به ټول عمري په قامي ستونزو يو موټې پاتې شوې ده۔ ده ووئيل د سياسي مشرت??به يو موټې كېدل د وخت مهم ضرورت دے۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل مونږ له په ګډه خپل قام ته د مړانې او جرات پېغام وركول دي۔ د مخالفې ډل?? لارښود شهباز شريف په دې سخت وخت كښې د سياسي مشرت??به يو ځائې كولو له د قومي اسمبلۍ د سپيكر هڅې وستائلې۔