اسلام آباد ۔ 4 اپرسل (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د امريكا لخوا د ډینیل پرل کېس حوالې سره رامخې ته كېدونكي تحفظات فطري دي۔ د خالي په ورځ د ډینیل پرل کېس حوالې سره په مهم بيان كښې خارجه وزير ووئيل ډینیل پرل يو نوموړې ??بريال وو۔ اول خو دې تاوان لپاره وتښتولې شو ??و بيا ووژلې شو۔ دا خبر ټوله نړۍ كښې پېل شو او پاكستان ته هم ګوتې ونيولې شوې۔ په مونږ ټكونه وكړې ??ول۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې لويې قربانۍ وركړې ??ي۔ ټول قام د ترهګرۍ په ضد يو اوږد جنګ كړې ??و دې ته ئې ماتې وركړې۔ ده ووئيل د ډینیل پرل کېس كښې تورن ونيولې شول ٬ مقدمه وچلېده او په آخر كښې درې تورنو ته د قېد او مركزي تورن شېخ عمر ته د مرګ سزا واورولې شوه۔ ده ته د اپېل حق ترلاسه وو۔ سندھ هائي كورټ اپېل منلو سره د حېدر آباد كورټ لخوا درې تورونو ته وركړې ??وې سزا معطل كولو سره دوئي بري او د شېخ عمر سزا ئې په 7 كاله زندان كښې د بدلولو احكامات ??اري كړل۔ دې پرېكړې ??ره اندېښنه رامخې ته شوه۔ خارجه وزير ووئيل س??دھ هوم ډيپارټمنټ د پبلك سېفټي ترسېوري لاندې 90 ورځو له د تورنو د نظربند ساتلو او د سندھ هائي كورټ د پرېكړې په ضد د اپيل كولو پرېكړه وكړه۔ د اپیل فورم موجود دې اوس دا اړوند عدالت ل?? كتل دي چې هغه د سندھ هائي كورټ پرېكړه په ځائې ساتي يا دا كالعدم ګرځوي۔