اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) قومي اقتصادي كونسل د راتلونكي مالي كال 21-2020 د جي ډي پي شرح نمو هدف، د شعبه جاتي پرمختګ د تخمينو او ?? تجويز شوي كلن ??لان لپاره د مېكرو اكنامك فرېم ورك من??وري ور??ړې ده . د قومي اقتصادي كونسل غونډه د شورو په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې وشوه. په غونډه كښې د روان مالي كال 20-2019م په مهال د هېواد معيشت په صورتحال او د مالي كال 21-2020م لپاره په جائزه غور وكړے شو. غونډې ته ووئيل شول د اوسني حكومت په بشپړه هڅو په معيشت كښې پرمختګ ممكن شوے خو د كورونا وبا له امله دا سخت ځپلے شوے. په غونډه كښې د حكومت لخوا د معيشت بحالې او په خاص توګه د لاك ډاٶن د اغېز څخه د ټولنې غريبې طبقې محفوظولو لپاره شوي اقدامات وستائيل شول. غونډې د راتلونكي مالي كال 21-2020م د جي ډي پي د شرح نمو هدف سره سره د كركيلې، صنعت او خدماتو څانګو لپاره د شعبه جاتي پرمختګ د تخمينو من??وري هم وركړه. قومي اقتصادي كونسل 21-2020 م لپاره ?? تجويز شوي كلن ??لان لپاره د مېكرو اكنامك فرېم ورك من??وري هم ور??ړې ده . په غونډه كښې د روان مالي كال په مهال د سركاري څانګې د پرمختيائي پروګرام تفصيلي جاج واخستلې شو او راتلونكي مالي كال لپاره په پرمختيائي جائزه هم غور وكړے شو. غونډې ته ووئيل شول دا وړومبې ځل دے چې د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام كښې هغه پروژې شاملې ??ړې شوي كومې چې د اړوندو فورمونو نه وړاندې من??ورې شوې وې. دا د من??وبه بندۍ غوره طريقې دي. غونډې ته ووئيل شول د مالي كال 21-2020م لپاره به په پرمختيائي پروګرام كښې كم پرمختلليو سيمو او په خاص توګه بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې ضم شوو سيمو، ګلګت بلتستان او آزاد جمو كشمير كښې پروژو ته زيات پام كولې شي.