اسلام آباد ۔ 22 جون (اے پی پی) صدر ډاكټر عا??ف علوي وئيلي دي هېواد كښې د كورونا د زياتېدونكو كېسونه تر مخه دې په حفاظتي تدبيرونو په سختۍ سره عملدرآمد وكړے شي۔ كورونا وباﺀ په سبب د ي?? شمېر چېلنجونو سره مخ شوې يؤ چې مقابله ئې د ټولنې د ټولو طبقو په فعاله ملاتړ او د وفاقي او صوبائي حكومتونو په مؤثره همغږۍ كېدې شي۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د ي??ې مهمې غونډې مشري كو??و په مهال وكړه۔ غونډه كښې د كورنيو ??ارو وفاقي وزير اعجاز حسېن شاہ، د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادری او قامي روغتيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا ګډون كو??و۔ وزيرانو د لوئې اختر به مناسبت سره د اختر شاپنګ او د قربانۍ څاروو اخستو په اړه په اېس او پيز دعملدرآمد په اړه وړاندېزونو نه صدر خبر كړو۔ صدر وزيرانو ته ووئيل خپل وړاندېزونه صوبائي حكومتونو سره ګډ كړې او ټولو شراكتدارانو سره مشاورت وكړې دغسې چې په دې عملدرآمد باوري كړے شي۔ صدر د كورونا وبا په اړه اولس كښې د شعور بېدارولو په حقله د علماﺀ كرامو او ميډيكل كميونټي كردار وستائلو۔ ده هيله ولرله چې اولس به د ګڼې ځايونو ته د تللو نه ډډه وكړي۔