اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل د پن??اب د خزانې وزير هاشم جوان بخت لخوا د پن??اب بجټ په اړه د وېډيو د اجرا هركلې كړے او وئ??لي ئې دي چې په سختو حالاتو كښې د پن??اب حكومت غوره بجټ وړاندے كړے. په بجټ كښې په عمومي توګه د سختو اقتصادي اصطلاحاتو استعمال په وجه عام وګړې په دې نه پوهېږي، د پن??اب د ك??زيومر بجټ او د خزانې وزير دا وېډيو به د اولس مرسته وكړي. د نهې په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل چې د خزانې صوبائي وزير لخوا دا اقدام خوشبينه دے او په دې اقدام د خزانې صوبائي وزير او د هغه ډلې ته مباركي وايو.