اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي د جولائي13مه نيټه كال 1931 ورځ ?? كشمير د تاريخ نه هېرېدونكې مهمه ورځ ??ه ٬ د جولائي به 13مه نيټه شهيدانو په خپله وېنه بهيولو د كشمير د آزادۍ تحريك ته نوے سمت وربخښلے، په كال 1947 كښې د مهاراجه د حكومت ختمېدو نه پس كشميريان د آزادۍ په دروازه ولاړ وٶ٬ كه هند بريد نه كولو نه كشمير به په 1947 كښې آزاد شوے ٶ۔ د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان د كشمير د شهيدانو ورځې په موقع پېغام كښې ووئيل د مهاراجه حكومت ختمېدو نه پس هندي پوځ په كشم??ر بريد وك??و او ناجائزه قبضه ئې وك??ه ، د سرينګر 22 مسلمانانو په خپلو سينه ګولۍ خوړلې وې٬ چا هم تېښته نه وه كړې۔ده ووئېل د سرينګر شهيدانو او د عبدالقدير خان قربانۍ کشميريانو ته د ظلم په ضد د حصار جوړېدو حوصله وركړې۔ ده ووئيل ملګري ملتونه دې كشمېر د هند كالونۍ جوړېدو نه بچ كړ?? او د برتانيې او اروپا پارلمان دې په كشمېريانو د ظلمونو په ضد غږ پورته كړ??