اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ??نې??ر شبلي فراز وئېلي دي (ن)ليګ د پلان جوړونكے دے٬د مريم نواز نېب ته د وړاندې كېدو په مهال د هلې ګولې كولو ډرامه د وړاندې نه جوړه شوې وه٬نېب د څلورو كالو نه د مريم نواز نه پوښتنه كوي چې بهر هېواد كښې ??ائ??دادونه څنګه واخستلے شول٬هغه د پوښتنو ځواب وركولو په ځاې د جلوس سره نېب ته وړاندې كېږي چې دغسې د اصل مسئلې نه د خلقو پام اخوا كړے شي٬مريم نواز سزا شوې مجرمه ده٬حكومت به هغې له په هې?? ډول بهر هېواد ته د تللو اجازه ورنه كړي ۔د نهې په ورځ د ټي وي چينل په پروګرام كښې د خبرو په مهال ده ووئيل د نېب په پوښتنو ن ليګ سياست كوي٬هغوي داسې كلتور جوړ كړے چې هغوي يعني د سياست نه بالا دي او د هغوي څخه تپوس پوښتنه نه شي كېدے٬هغوي عمر له د داسې ماحول جوړولو هڅه كوي چې اصل اېشو وركه شي او خبره د كاڼو او د پوليس شي۔ده ووئيل د(ن)ليګ مشرانو تر ننه د بدعنوانۍ د تورونو ځواب نه دے وركړے۔ده ووئيل د (ن)ليګ ټول سياست په دروغو روان دے ٬پارليمان كښې د و??كړي بيان نه منكرېږي٬(ن)ليګ چې څنګه قطري خط راپېدا كولے شي دغسې دا خلق څه هم كولې شي۔ده ووئيل د و??يراعظم عمران خان٬د مسلم ليګ(ن) او پيپلز پارټۍ قيادت سره هېڅ موازنه نه كېږي٬د (ن)ليګ او د پي پي پي په مشرانو د بدعنوانۍ لويې مقدمې شته٬هغوي قامي خزانه په بے دردۍ سره لوټ كړې او بهر هېوادونو كښې ئې ??ائ??دادونه جوړ كړي خو د و??يراعظم عمران خان بهر هېوادونو كښې هېڅ ??ائ??داد نشته۔ده ووئيل د پن??اب وزيراعلٰی عثمان بزدار هم نېب ته وړاندې شوے او د ځان سره يې كوم جلوس نه دے بوتلے ځكه چې دغه زمونږ د ګوند كلتور نه دے