اسلام آباد 13 اګ??ت (اے پي پي) پاکستان د افغان ميډيا راپورونه ا?? د ??فغان خارجه وزارت دا بيان مسترد كړے چې پكښې ھغوي ادعا كړې چې د پاكستان پوځ په پاك افغان پوله “غېر قانوني” خاردار تار لګوي۔ د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري د زيارت په ورځ د يوې پوښتنې په ځواب واضح كړه چې د افغانستان په پوله ازغن تار د امنيت لپاره د پاكستان سنګين تحفظات لرې كولو لپاره دے كوم چې په بشپړه توګه د نړيوال قوانين له مخې دے ۔ وياند په افغان ډله زور رواړو چې په سرحدي معاملو د هر قسمه غلط فهمۍ لرې كولو لپاره د اړوند اداراجاتي ??ېك??زم د لارې رابطه پكار ده۔ وياند په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې افغانستان د مشتركه ټوپوګرافك سروے په اړه د پاكستان په تجويز د مثبت غبرګون څرګندونه نه ده كړې۔ وياند د دې لوظ پخلے وكړو چې پاكستان د افغانستان د سيمه ايزې سلامتيا احترام كوي او د ملګرو ملتونو د چارټر اصولو له مخې ورور هېواد سره اړيكې غواړي ا?? د ??فغانستان څخه هم دغ?? توقع لري