اسلام آباد 24 اګست (اے پي پ??) د نامتو شاعر احمد فراز 12م تلين ﴿نن﴾ لمانځلے كېږي. ارواښاد احمد فراز د جنورې په 12مه نې??ه كال 1931م كښې په كوهاټ كښې زېږېدلے ؤ. د ??غه اصل نوم سيد احمد شاه ؤ خو په قلمي نوم مشهور ??و. هغه په اردو او فارسې كښې اېم كړې وه او د ژوند په وړومبنو كلونو كښې ئې شهرت ترلاسه كړے ؤ. په اول كښې احمد فراز د رومانوي شاعر په توګه مشهور ?? خو بيا ئې وروستو د يو مزاحمتي شاعر په توګه د امريت په ضد غږ پورته كړو. د ??غه په شعري مجموعو كښې’’تنہا تنہا ، جاناں جاناں ، پس انداز موسم ، یہ میری نظمیں شامل دي. هغه د نېشنل بك فاٶنډېشن د مشر په توګه هم خدمات ترسره كړي . د حكومت لخوا هغه ته د خدماتو په اعتراف كښې ستارہ امتیاز ، هلال امتیاز او هلال پاکستان وركړے شوي. احمد فراز ته سږ كال د آزادې ورځې په موقع د صدر پاكستان عارف علوي لخوا نشان امتياز وركړے شوے. احمد فراز په كال 2008م كښې د اګست په 25مه نې??ه له نړۍ څخه كوچ كړے ؤ. هغه په اسلام آباد كښې خاور ??ه سپارلے شوے. د ??غه زوې شبلي فراز د اطلاعات وزير دے