اسلام آباد 23 ستمبر (اے پ?? پي) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سي او سي) د کرونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړې۔ د شورو په ورځ د اېن سي او سي لخوا د جاري شمېرو له مخې د 24 ساعتو په مهال د كر??نا وائرس 532 كېسونه رپورټ شوي٬ په ټول هېواد كښې نور 8 رنځوران د وائرس په سبب مړه شوي ٬ د كر??نا د اېكټيو كېسونو شمېره 7070 ده۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د كورونا 33 زره 744 ت??سټونه شوي٬ تر اوسه د كورونا وائرس څخه د صحت مندو شوو كسانو شمېره 2 لكه 93 زره 916 ته رسېدلې ۔ په ??زا?? کشمير،ګلګت بلتستان او بلوچستان كښې دا مهال د كر??نا يو رنځور هم په وينټيليټرز نشته او ګرد هېواد كښې د كورونا لپاره په مختص شوو 1912 وېنټيلېټرز د كورونا 107 رنځوران پراته دي٬ تر اوسه ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس د رنځورانو مجموعي شمېره 3 لكه 7 زره 418 ته رسېدلې او وائرس څخه د مړو شمېره 6 زره 432 ته رسېدلې۔ په ګرد هېواد كښې د 32 لكه 64 زره 216 كسانو د كورونا ټېسټونه شوي۔ د ګرد هېواد په 735 روغتونونو كښې 880 رنځوران په هسپتالونو كښې داخل دي