اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د بې وسه هېوادونو نړيوال استحصال دې بند كړے شي، په موجوده نړيوال نظام كښې د سرمايې غېر منصفانه وېش لويه ستونزه ده، نړۍ كښې زياتېدونكې غربت سره نړيوال امن ته سخت خطر پېښ دے، د کووېډ-19 په مهال پاکستان د سمارټ لاك ډاٶن پاليسۍ سره په دې قابو موندلے شوے ، احساس پروګرام د پاکستان د تاريخ د غربت ختمولو تر ټولو لوي پروګرام دے۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د زيارت په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبل?? غونډې په موقع د تخفيف غربت پحقله د لوړې كچې فورم ته خپله وېنا كښې وكړې۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د کرونا نړيوالې و??اء په سوب اقتصادي شرح نمو په تندۍ سره كمه شوې ٬ د پاكستان حكومت د احساس پروګرام د لارې يو نيم كروړ كورنيو سره مالي مرسته كړې٬ حكومت د كرونا و??اء اثراتو څخه بې وسه خلق ساتلو لپاره يو شمېر اقدامات كړي ۔ده ووئېل د نړۍ 26 شتمند د دولت لوي مركزونه دي۔ وزيراعظم ووئيل د نړۍ د آبادۍ 15 فيصده كو??ه چې زدې يو ارب جوړېږي په غربت كښې ژوند كو??، په آمدن او صلاحيتونو كښې د كمي په سوب ھغوي د عزت د ژوند نه قاصره دي۔ده ووئېل د غربت په سوب په لويه شمېره انسانان ځپلے كېږي٬ دا د بشري حقونو خلاف ورزي ده ٬ دا د سماجي او اقتصادي عدم استحكام هم يو سوب دے او د دې په سوب په نړۍ كښې لوئې سياسي او د سلامتيا مسئلې سر پورته كو??۔ وزيراعظم ووئيل دې لپاره ضروري ده چې د ملګرو ملتونو په كو??لې پرمختيائي اهدفو كښې لومړۍ ترجيح د غربت خاتمه وي۔ وزيراعظم ووئيل په تېرو 30 كالو كښې په غربت كښې ښكاره كمے راغلے خو د کووېډ۔19 و??اء په سوب نړيواله كساد بازاري د دې پېړۍ بدترينه كچې ته رسېدلې ۔ده ووئېل لس كروړه كسان په زيات غربت كښې ژوند كو?? چې ورله سټېبل كېدو له به لسيزي پكار وي، د کووېډ۔19 وائرس هېڅ تفريق نه لري خو بې وسه او محروم كسان دې څخه زيات ځپلے شوي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاکستان كښې د سمارټ لاك ډاٶن پاليسۍ د لارې مونږ په و??اء د قابو موندلو جوګه شوې يو، زمونږ حكومت بې وسه او محرومو خلقو له تحفظ وركړو، مونږ د مالي ستونزو باوجود د اېمرجنسي كېش له مخې د يو ارب 25 كروړه ډالرو پېكج وركړے چې په سوب ئې يو نيم كروړه كورنۍ او لس كروړه كسان مستفيد شوي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل زمونږ حكومت د غربت خاتمې له يو شمېر څانګو كښې په پروګرامز عمل كو??، احساس پروګرام د پاکستان په تاريخ كښې د غربت د خاتمې لوي پروګرام دے۔ ده ووئيل زمونږ حكومت تر كال 2023 د غربت موجوده 24.3 فيصده شرح 19 فيصده ته د راوستلو عزم لري۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل زما مقصد د مدينې رياست د اصولو له مخې داسې اسلامي فلاحي رياست تخليق كو?? دي چرته چې مساوي ترقي او معاشي جدت وي۔ وزيراعظم ووئيل لكه څنګه چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر وئيلي دي زمونږ په وختونو كښې عدم مساوت د تصديق مهر جوړ شوے ، دا مهال د نړۍ 26 زيات شتمند كسان د نيم دولت خاوندان دي۔ده ووئېل شتمندو هېوادونو د كرونا بحران نه بهر وتلو لپاره لس ټرېليونه ډالره لګولي او بلخوا پرمختګ كو??نكو هېوادنه دوه نيم ټرېليونه ډالره ترلاسه كو??و لپاره هڅې كو??۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل مونږ له به د غربت خاتمې سره سره د دې وجوهات هم لټول او لرې كو?? وي، د هېواد او په نړيواله كچه به مالياتي پېداوار او د تجارت ډهانچو كښې سپېځلتيا او مسابقت راوستل وي، د بې وسه هېوادنو د وسائلو استحصال به بندول وي۔ده ووئېل د بدعنوانۍ او د جرائمو اثاثې چې د كو??و هېوادونو څخه تللې وي بيرته به وركول وي او پرمختګ كو??نكو هېوادونو سره به د كرونا و??اء د بحران نه وتلو له مرسته كو?? وي۔ده ووئېل بې وسه هېوادونوه ته د قرض ريليف وركولو په مد كښې مرستې ته اړتيا ده د كو??ې اظهار چې ما په اپرېل كښې هم كړے ٶ چې د نوې خاص ډرائنګ رائټس تخليق دې وكړے شي او آفيشل ترقياتي معاونت ته دې پراختيا وركړے شي۔ده ووئېل د تجديد وړ توان، ټرانسپورټ، هاٶسنګ، اوبه، انفراسټرکچر او په صحت زياتې سرمايه كارۍ ته اړتيا ده، جديد پرمختيائي دور كښې داخلېدو لپاره دې پرمختګ كو??نكې هېوادونه د دې جوګه كړې شي چې ھغوي د نوې جديد ټېكنالوجۍ او ډيجټيل ذريعو څخه استفاده وكړي۔ وزيراعظم ووئيل زه باور لرم چې دا مهمه دستوره به د نړيوال غربت كمولو او د كو??لي پرمختګ لپاره زمونږ اجتماعي ژوند له مهمه ثابت شي