کراچی۔4اکتوبر (اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير فواد چوهدري اپوزیشن ا??حاد انتشار مهم ګرځولو سره وئيلي دي چې انتشار خپور كړۍ مهم به هم ناكامۍ سره مخ شي۔ مسئله ټاكنې او ټګي نه ده۔ ادارو سره مسئله صرف دا ده چې د كرپشن پټولو له تاسو زمونږ مرسته ولې ??ړې نه ده۔ اپوزيشن تحريك هېڅ اخلاقي جواز نه لري او نه آيني۔ د پاكستان بدقسمتي دا ده چې سياست لپاره پيپلز ګوند او ن??ن ليګ شدت خوښې ډلې ته اړتيا لري۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ انصاف هاؤس كښې د پي ټي آئي لارښود وسيم شهزاد ٬ د پي ټي آئي كراچۍ صدر خرم شېر زمان او نورو مهمو شخصياتو سره خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د نواز شريف بيانيه دا ده چې د ده دوه زامن دې د لندن په ګرانه سيمه كښې ژوند كوي او پاكستان كښې كارمندان او كوچنيان دې لارو ته راوځي۔ ده ووئيل ما دواړو ډلو ته مشوره ور??ړې ده چې هغوي دې اولسي غونډې شادي هال كښې كوي۔ ده ووئيل پيپلز ګوند او ن??ن ليګ نن د مدرسو كوچنيانو ته اړتيا لري۔ د بے نظیر بھټو ګوند د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ كښې كار كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل د احتساب قانون ن??ن ليګ جوړ كړے دے او د نېب چيئرمېن شاهد حاقان عباسي لګولے دے او نن چې د كومو كېسونو پلټنې روانې دي دا هغه دي كوم چې ن??ن ليګ د پيپلز ګوند او پيپلز ګوند د ن??ن ليګ په ضد جوړ كړے وو۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې د كراچۍ پبلك ټرانسپورټ برېښنا ته واړوو۔ د پی ټی آئی لارښود وسيم شهزاد خبري كنفرنس ته خطاب كښې ووئيل قام د اپوزيشن ا??لي څېره ليدلې ده۔ ده ووئيل كله چې دوئي اقتدار كښې وي نو مال جوړ كړۍ او كله چې اپوزيشن كښې وي نو نو مال بچ كړۍ ٬ د دوئي دا پروګرام دے۔ ده ووئيل اوس هېواد كښې وزيراعظم عمران خان دے او هغه به د احتساب عمل منطقي انجام ته ورسوي۔ ده ووئيل اپوزيشن هېواد ډېر ضعيفه ??ړې وو ولې موجوده حكومت معيشت په سم لوري روان كړے دے