اسلام آباد۔14اکتوبر (اے پی پی) د ??زي??اعظم د قامي سلامتيا په اړه خاص مرستيال ډاكټر معيد يوسف وئيلي دي پاكستان نه غواړي چې كومه سيمه ايزه شخړه كښې پرېوزي۔ هغه د یو خصوصي خبري چېنل سره په خبرو کښې ووئیل پاکستان یو زيرك او مسؤلیت لرونکے هېواد دے او تل یې د هند پر وړاندې د صبر او زغم څرګندونه كړې خو که جنګ مسلط شو ، نو پاکستان به هېڅ ډول یرغل ونه زغمي. هغه ووئیل هند د ترهګرۍ لوئي ملاتړ كوؤنكے هېواد دے او مونږ ټوله نړۍ د دې حقیقت نه خبر کړې. هند د خپلو پالېسيو د لاسه خپل ځان د تباهۍ په لاره روان كړے. ډاكټر معيد يوسف ووئيل نړۍ زمونږ په بيانيه اوس ځ??ن پوهه كوي او د حقيقت نه د خبرېدو دا لړۍ به دوام ولري. هغه ووئيل تر كومې چې هند د تېر ك??ل 5 اګست اقدامات بېرته اغستې نه وي د مقبوضه کشمیر صورتحال به د هند په لاسو كښې نه وي۔ هغه ووئيل مونږ خپله نظريه په ښكاره توګه وړاندې كړې چې پاکستان سیمه کښې امن لپاره كلك ولاړ دے. د هند اوسنے حکومت د هندوتوا نظريه عملي كوي۔ ، کو??ه چې د خپلو پولو نه اخوا د خپل كنټرول پراخه كولو هڅه ده ۔ده ووئېل د ټولې سیمې پشمول چین ، افغانستان او نیپال د هند د دغه ناوړه ارادو درك لګولے او هغوي د هندي اهدافو په ضد ګامونه هم اغستې دي