اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی د شورو په ورځ د افغانستان خپل همڅنګ حنیف اتمر سره ټیلیفوني تماس نيولے ۔دواړو لارښودو په افغان امن عمل ، شريكو اړيكو،د كډوالو په ستنيدو او په سيمه ايزو را??طو د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ خارجه وزير د دې خبرې لوظ وكړو چې پاکستان د يو امناك ، متحد او مستحکم افغانستان مرسته کوي۔ ده په افغان امن عمل كښې د پ??کستان مثبت کردار رامخې ته كولو سره هيله څرګنده كړه چې افغان قیادت به د يو كوټلې او وسیع البنیاده سیاسی تصفیې د لارې افغانستان كښې امن لپاره د انټرا افغان مذاکرات تاریخی موقعې څخه ګټه پورته كړي۔خارجه وزير ووئيل پاکستان د افغان حکومت او د افغان اولس په مشرۍ كښې د افغانانو د سباؤن په اړه د شوو پريكړو احترام كوي۔ خارجه وزير ووئيل مونږ ل?? د هغه عناصرو څخه ځان خبر ساتلو ته هم اړتيا ده كوم چې افغانستان كښې امن او استحکام ليدل نه غواړي۔خارجه وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه د زياتو شوو اعلی كچ تبادلو هم هركلے وكړو، چې پكښې د افغان اولسي جرګې اسپیکر میر رحمان رحمانی اوسنۍ دوره او اسلام آباد كښې د پ??کستان ، افغانستان تجارت او سرمایه کارۍ فورم كول شامل دي۔ ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارتی او معاشی اړيكو زياتولو په هڅو زور راوړو۔ خارجه وزير د افغان كډوالو هېواد ته ستنيدو لپاره د وقت تعین کولو اهميت رامخې ته كولو سره د افغان كډوالو په عزت سره ستنولو ??ه د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ خارجه وزير د جلال آباد په يو اسټيډيم كښې په بدقسمته پې??ه كښې په انسانی زيان د افسوس څرګندونه هم وكړه۔خارجه وزير ووئيل د نوې ويزا پالیسی مقصد د دواړو هېوادونو ترمينځه را??طې لا آسانول دي