اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان او د بوس??يا هرزېګووينا د پرېذېډنسي چيئرمېن شفيق جعفرووچ ترمېنځه د شورو په ورځ يو په يو ملاقات شوے. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو خبرې شوي او په ټولو څانګو او په خاص توګه د معيشت، تجارت، سرمايه كارې، سائنس او ټېكنالوجې، دفاعي صنعت او د تعليم او كلتور په اړه د شريكې مرستې په زياتولو اتفاق وكړے شو. د وزيراعظم د مېډيا دفتر ل?? مخې د دواړو مشرانو ترمېنځه د ملاقات په مهال وزيراعظم عمران خان د بوس??يا هرزېګووينا د پرېذيډنسي چيئرمېن شفيق جعفرووچ هركلې كولو سره ووئيل پاكستان بوس??يا هرزېګووينا سره د ورورلې اړيكې لري كومې چې د شريكې مرستې په بن??اد اډاڼه دي. ده ووئيل د كال 2005م د زلزلې او د كال 2010م د سېلابونو په موقع د بوس??يا هرزېګووينا مرستې ته په پاكستان ك??ې د قدر په سترګه كتلے شي. وزيراعظم د كووېډ 19 په ضد د سمارټ لاك ډاٶن حكمت عملې ل?? مخې موثره هڅې او د خلقو ژوند بچ كولو سره سره د دوي د معاش د ذريعې تحفظ او معيشت لپاره شوي اقدامات په ډاګه كړل. وزيراعظم عمران خان د بوس??يا هرزېګووينا لخوا د كورونا وبا مخ نيوي لپاره د هڅو حواله وركولو سره په دې لړ ك??ې د بوس??يا د مرستې كولو اراده څرګنده كړه. په دې موقع د بوس??يا هرزېګووينا د پرېذېډنسي چيئرمېن د پاكستان او بوس??يا هرزېګووينا ترمېنځه د ورورولې اړيكې په ډاګه كړې. ده د بوس??يا جنګ په مهال او بيا د استحكام په عمل ك??ې د ملګرو ملتونو د امن مشن په توګه په بوس??يا هرزېګووينا ك??ې د امن او استحكام په لړ كښې په مهم كردار ترسره كولو د پاكستان مننه وكړه. دواړو مشرانو په دوه اړخيزه اړيكو خبرې وكړې او په ټولو څانګو كښې ئې په مرسته زياتولو اتفاق وكړو. د ملاقات په مهال د لوړې كچې د پلاويو پشمول د دوه اړخيزه تبادلو په جاري ساتلو هم اتفاق وكړے شو. وزيراعظم هغه په غېر قانوني مقبوضه جمو كشمير ك??ې د بشري حقونو څخه د روانو سرغړونو او د اګست په 5مه نېټه كال 2019م ك??ې د هند د يو اړخيزه غېر قانوني اقداماتو د اثراتو سره سره د منطقې امن او سلامتيا ته د پېښو خطرو څخه هم خبر كړو. وزيراعظم عمران خان په ټوله نړۍ او په خاص توګه په اروپاﺀ كښې په اسلامو فوبيا كښې په اضافه اندېښنه ښودلو سره ووئيل د سپكاوي خاكو او د رائې د اظهار د آزادې په نوم د تفريق پېدا كولو بيانونو سره د ټولې نړۍ د مسلمانان جذبات مجروح شوي. ده ووئيل نړۍ ته زمونږ د نبي حضرت محمد ﴿ص﴾ په اړه د مسلمانانو په جذباتو د ځان پوهولو ضرورت دے. ده ووئيل پاكستان په اروپاﺀ ك??ې د ترهګرې د اوسنيو بريدونو غندنه كوي. په نړۍ ك??ې د هر مذهب د احترام او مذهبي همغږۍ ته د وده وركولو ضرورت دے. د ملاقات نه پس د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سائنس او ټېكنالوجې په څانګه ك??ې د مرستې په يادښت او په ري- اېډميشن اېګريمنټ هم لاسليك وشو. د بوس??يا هرزېګووينا د پرېذېډنسي چيئرمېن وزيراعظم عمران خان ته د بوس??يا هرزېګووينا د دورې كولو بلنه وركړه كومه چې ده قبوله كړه. د دې څخه وړاندې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پلاويو په كچه مذاكرات وشول. د دواړو خوا په پلاويو كښې وزيران او سنيئر صلاحكاران شامل وو