اسلام آباد۔12نومبر(اے پی پی) وزیر ??عظ?? عمران خان معیشت لپاره د تعميراتي هلو ځلو اهميت رامخې ته كولو سره وئېلې دي سرمايه كارو لپاره د منظورۍ عمل آسان كړئ۔ په حكومتي اجازت نامو او نورو اړوندو كارروائيو كښې بې ځائيه تاخير چې ونه كړے شي۔ دا خبره هغه د زيارت په ورځ د هاؤسنګ قومي رابطه كمېټۍ اونيزې غونډې مشرۍ كولو په ??ها?? وكړه۔ ??ونډه كښې د اطلاعات وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ٬ صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن ٬ خاص مرستيال شهباز ګل ٬ وفاقي او صوبائي سېكترانو او سينئر چارواكو ګډون كولو۔ د وزير??عظ?? ميډيا آفس له مخې غونډې ته ووئيل شول تعميراتي منصوبو ته د ګاز او برېښنا زر تر زره رسنې تګلاره وضعه كړئ۔ غونډې ته ووئيل شول اسلام آباد ٬ لاهور، کراچۍ، کوئټه، نوښار او نورو ضلعو كښې د مېپنګ كار روان دے دې سره به د زمكې اصل ملكيت ثابت شي او د غېر قانوني قبضو او تجاوزاتو ختمولو لپاره به مرسته ترلاسه شي۔ وزير??عظ?? سپارښتنه وكړه چې سرمايه كارو لپاره د منظورۍ عمل آسان كړئ۔ په حكومتي اجازت نامو او نورو اړوندو كارروائيو كښې دې بې ځايه تاخير ونه كړے شي۔ وزير??عظ?? په دې خبره زور راوړو چې د تعميراتي هلو ځلو زياتېدو سره به معاشي سرګرمۍ ګړندۍ شي۔ وزير??عظ?? ووئيل حكومت سرمايه كارو لپاره په هره څانګه كښې آسانۍ رامخې ته كولو پلو خاص پام ګرځولے