اسلام آباد۔15نومبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د اسټېټ لائف په ضد د وفاقي محتسب پرېكړه په ځ??ئې ساتلو سره كونډې ته منافعې سره د انشورنس رقم وركولو هدايت كړې دې۔ صدر مملكت په دې لړ كښې د اسټېټ لائف په ضد د وفاقي محتسب پرېكړه په ځ??ئې ساتلې ده۔ صدر عارف علوی د انشورنس كمپنۍ د رنځ پټولو په بنياد د انشورنس رقم نه وركولو عذر مسترد كړو۔ وفاقی محتسب انشورنس کمپنۍ ته د خاوند پ?? وفات كونډې ته د انشورنس كلېم معقول رقم وركولو پرېكړه ك??ې وه۔ پرېكړه ك??ې وئيلي شوي وو چې انشورنس كمپنۍ په معمولي بنيادونو كونډې ته رقم وركولو نه انكار كړے وو۔ پرېكړه ك??ې دا هم وئيلې شوي چې د پالېسۍ وركولو په وخت د رنځ په اړه د معلوماتو ترلاسه كولو ذمه واري د انشورنس كمپنۍ وي۔ انشورنس كمپني دې د تصفيې تر نېټې منافعې سره كونډې ته رقم ادا كړي۔