اسلام آباد01 فروری(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چين يو وارې بيا پاكستان سره د ځانګړې ملګرتيا څرګندونه كړې ده۔ د كورونا په ضد اقداماتو كښې چين پاكستان سره اوږه په اوږه ولاړ پاتے شوے دے۔ چين پاكستان ته 5 لكه وېكسين ډالۍ كړل۔ دا خبره هغه د ګل په ورځ د چين لخوا د رالېږلې شوي په 5 لكه ډوز د مشتمل كورونا وېكسين ??ولني كھېپ په نور خان ائیر بېس د ترلاسه كولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دې نه وړاندې د پاكستان ايئرفورس يوه خصوصي الوتكه د وېكسين كھېپ راوړلو سره اسلام آباد ته راورسېد??۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬ خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان او د اېن سي او سي او روغتيا څانګې نور اعلې چارواكي هم په ايئرپورټ موجود وو۔ د چین سفیر نونګ رونګ د کورونا وېکسین اولنے كھېپ خارجه وزير ته وركړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل ماته په دې ډېره خوشحالي شوې چې چين پاكستان د سره د خپلې ځانګړې ملګرتيا ثبوت وركړو۔ خارجه وزير د چين مشرتابه او په خاص توګه د چين ??در او خارجه وزير وانګ ړي خصوصي مننه وكړه۔ هغه ووئيل د چين ??در شي جن پنګ اعلان كړے وو چې هغه به وېکسین جوړولو نه وروسته دا د نړيوالې خېر ښېګړې له كاروي او هغه د دې مقصد لپاره تر ټولو وړاندې پاكستان و??اكلو۔ خارجه وزير په دې موقعه د چين ?? ډاكټرانو هم مننه وكړ??۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان او چين په ګډه د وېكسين ??يارولو حوالې سره كاميابې تجربې كړې دي۔ خارجه وزير د حكومت او اولس لخوا د چين ??كومت او اولس مننه وكړه