اسلام آباد۔9فروری(اے پی پی) د پاك سمندري پوځ مشر اېډمرل محمد امجد خان نيازي سره پاكستان كښې د پرتګال سفير پاؤلوؤيس ملاقات كړے۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو او په دوه اړخيزه سمندري مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د پاك پوځ وياند له مخې د پرتګال سفير پاؤلونيويس پو سينهو د نېول هېډكوارټرز اسلام آباد دوره وركړه او اېډمرل محمد امجد خان نيازي سره ئې ملاقات وكړو۔ د نېول چيف او ګران مېلمه ترمينځه په مېري ټائم سكيورټي صورتحال هم خبرې شوي دي ۔