سپريم كورټ د آئين تشريح لپاره تر ټولو مناسب فورم دے، په خپل درخواست به د عدالت عظميٰ د پريكرې احترام كوو،خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي

image

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي سپريم كورټ د آئين تشريح لپاره تر ټولو مناسب فورم دے، مونږ خپل درخواست عدالت عظميٰ ته وړاندې كړے، كومه هم پريكړه چې وشي،مونږ به ئې احترام كوو۔اپوزيشن نن هم كرپټ پريكټسز له تحفظ وركول غواړي۔ بايد وكيلانو د خپل موقف لپاره قانوني لار خپله كړې وه۔ د نهې په ورځ هېواد كښې په مجموعي سياسي او سيمه ايز صورتحال خپل بيان كښې خارجه وزير ووئيل مونږ د عدالت د پريكړې احترام كوو او دا د آئين تشريح لپاره تر ټولو مناسب فورم دے۔ مونږ خپل درخواست عدالت عظمي ٰ ته وړاندې كړے چې كومه هم لارښوونه وكړي مونږ به ئې احترام كوو۔ ده ووئيل مونږ دوه لارې لرلې يوه دا چې مونږ د آئېن تشريح لپاره عدالت ته لاړ شو بله دا چې مونږ آئين كښې بدلون له وړاندې شو ځكه چې مونږ اكثريت نه لرلو۔شاه محمود قريشي ووئيل پيپلز پارټي او مسلم ليګ ن د خپلو لوظونو څخه منحرف شوي، هغوي نن هم كرپټ پريكټسز له تحفظ وركول غواړي۔ ده ووئېل اپوزيشن د كنفوژن ښكار دے۔ د پي ډي اېم مفاد يو پلو دے او د هغوي سياست بل پلو دے۔ ده ووئيل مونږ اپوزيشن له د خبرو اترو بلنه وركړې، اسپيكر چيمبر كښې زمونږ ناسته شوې مونږ اپوزيشن له د چارټر آف ډيموكريسي له مخې موقع وركړې۔ كه هغوي په چارټر آف ډيموكريسي باور نه لري نو وضاحت دې وكړي چې د هغوي مفاد د چارټر آف ډيموكريسي سره مطابقت نه لري۔ خارجه وزير ووئيل ډي جي آئي اېس پي آر وضاحت كړے چې مونږ په سياست كښې ككړ نه كړې ۔ پوځ يو پلو په لويديزه پوله د ترهه ګرۍ مقابله كوي نو بل پلو په بلوچستان كښې پاكستان د عدم استحكام سره د مخ كوونكو مخنيوي هم كوي۔خارجه وزير ووئيل د پي ډي ايم ځينې عناصر خپلې سياسي دوكاندارې له په ادارو تنقيد كوي او د دښمن د بيانيې مرسته كوي۔ د پي ډي اېم ځينې كسان د ماشومانو په شان بيانونه وركوي۔ده ووئيل افضل ګرو او د هغه په شان د كشمير حريت خوښو عظمت ته سلام كوو۔ده ووئيل د غر سر كوونكو لټون لپاره پاك پوځ او حكومت هر ډول هڅې كوي۔ زما د آئس لينډ د خارجه وزير سره په دې اړه خبره شوې هغه مو هم د حالاتو څخه خبر كړے۔ د بده مرغه وخت تيريدو سره سره مونږ نااميدۍ پلو روان يو۔خارجه وزير ووئيل زما په خيال تيره ورځ چې اسلام آباد بار كښې كوم صورتحال رامخې ته شوے دې سره د تور كوټ عزت زيات شوے نه دے

مضمون کا ماخذ : بہت کچھ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں