انتظاميه دې د ضروري څيزونو په ټاكلې بيعه عملدرآمد باوري كړي۔ افسران بايد د بې وزله اولس د تكليف احساس ولري۔ وزيراعظم عمران خان ٬ تفصيلي خبر

image

اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان وئيلي دي انتظاميه دې د ضروري څيزونو په ټاكلې شوې بيعه عملدرآمد باوري كړي۔ افسران بايد د بې وزله اولس د تكليف احساس ولري۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې غونډه وشوه كومه كښې چې د وفاقي او صوبائي وزيرانو په شمول اړوندو وفاقي او صوبائي سېكرټريز هم ګډون وكړو۔ وزیراعظم ته د پنجاب د فوډ صوبائي وزير لخوا ووئيلې شول د هغه د سپارښتنې له مخې پنجاب حكومت فلور ملز ته د تېر كال جولائي مياشتې 7 مې نېټې نه اوړه وركوي۔ وزیراعظم ته وئيل شول تر دې دمه 36 لکھ ټنه غنم د 50 اربه روپو سبسډي سره جاري كړې شوي۔ غونډې ته ووئيل شول پنجاب كښې د من په سر 510 روپۍ اضافي بوج د صارفينو په ځاے حكومت پورته كوي۔ وزیراعظم د خزانې وزير ته سپارښتنه وكړه چې هغه دې د خريدارۍ موجوده نظام جاج واخلي او د خوراك څانګې د لارې د اضافي خرڅونو كمولو له دې يوه فعاله كاروباري ستراتيجي جوړه كړي۔ د پنجاب او خېبر پختونخوا د فوډ سېكرټريز وزيراعظم د مېوؤ او سبزو منډيانو جوړولو له د صوبو د روانې رېګولېټري تګلارې په اړه خبر كړو۔ د خېبر پختونخوا چيف سېكرټري ووئيل د وزيراعظم د سپارښتنې نه وروستو صوبه كښې 65 منډيانې جوړې كړې شوي ۔ ګرده صوبه كښې د تحصيل په كچه 13 منډيانې جوړې شوي چې لائسنس ئې نيلام شوے۔ دغسې نورو ځايونو كښې 23 منډۍ جوړې كړې شوي ۔ وزیراعظم د پنجاب زرعی مارکیټنګ رېګولېټری اتھارټی اېکټ 2018 موجوده دفعات او دې نه وروستو د شوو بدلونونو په اړه خبر كړے شو۔ وزیراعظم امر وكړو چې قوانين كښې دې مناسب بدلون وكړے شي۔ اختيارات دې ډويژنل او ضلعي كچې ته منتقل كړې شي او د نيلامۍ په مهال سپېځلتيا باوري كولو له دې منډيانو كښې روانې سرګرمۍ ريكارډ كړې شي۔ هغه سېكرټريز ته دا هم سپارښتنه وكړه چې انتظاميه دې صارفينو ته په سركاري بيعه د څيزونه رسنه باوري كړي۔ هغه ووئيل د كوم غفلت يا كمي كولو په صورت به د اړوندو عهدېدارو په ضد سخته كارروائي كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل سركاري چارواكي بايد مصنوعي بيعه كښې د اضافې او د انتظامي ناكامۍ د لاسه اولس ته د پیښو ستونزو او تكليف احساس ولري

مضمون کا ماخذ : گولڈ رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں