اسلام آباد 16مارچ (اے پي پي) نیول چیف ایډمرل محمد امجد خان نیازی د بحرین سرکاري دورې په مهال د بحرین د وسله والو ځواكونو کمانډر ان چیف فیلډ مارشل شیخ خلیفه بن احمد الخلیفه، کمانډر بحرین نېشنل ګارډ میجر جنرل شیخ محمد بن عیسیٰ بن سلمان الخلیفه، کمانډ رائل بحرین نیول فورسز ریئر ایډمرل محمد یوسف الآسام او ډپټي کمانډر یو اېس نیول فورسز سینټرل ??مانډ ریئرایډمرل ??رټ رینشاؤ س??ه جلا جلا ملاقاتونه كړي۔رائل بحرین نیول فورسز هيډكوارټر ته په رسېدو کمانډر بحرین نیول فورسز د پاك بحريه مشر هركلے وكړو۔ په دې موقع هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔ امیر البحر ته رائل بحرین نیول فورسز د كار استعداد په اړه بریفنګ هم وركړے ۔عسکری قیادت سره د ملاقاتونو په مهال د بحري سیکیو??ټی او شريكو دفاعی اړيكو په چارو خبرې وشوې ۔ نیول چیف ریجنل میری ټائم سیکو??ټی پټرولز او بحر هند كښې د میری ټائم سیکو??ټی باوري كولو لپاره د پاك بحريه په هڅو رڼا واچوله۔ دوي سيمه كښې امن او استحکام لپاره د پاك بحریه كردار وستائلو۔ دې نه پس نیول چیف ډپټي کمانډر یو اېس نیول فورسز سینټرل ??مانډر ریئر ایډمرل ??رټ رینشاؤ س??ه هم ملاقات وكړو ??و د سمندري دفاع شريكو ذمه وارو په اړه ئې خبرې وكړې ۔نیول چیف دې دورې نه د دواړه هېوادونو ترمينځه د دفاعي مرستې لا زياتيدو هيله لرلې كيږي