اسلام آباد۔22مارچ (??ے پی پی) ?? علامه اقبال اوپن پوهنتون وائس چانسلر، پروفېسر ډاکټر ضیاء القیوم وئيلي دي چې ټول قام ??ن د نهې په ورځ د پاكستان ورځ لمانځي ۔ دا ورځ مونږ ته ??مونږ د مشرانو د هغه عزم ياد راكوي كوم چې هغوي د هندوستان مسلمانانو لپاره د يو آزاد هېواد جوړولو لپاره كړے وو۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د 23 مارچ پاكستان ورځې حوالې سره د زده كوؤنكو په نامه خپل پېغام ??ښې وكړه۔ وائس چانسلر خپل پېغام ??ښې زياته كړه چې ستر قومونه كله هم د خپل پلار نيكه قربانۍ هېرولې نه شي او هم دغه سبب دے چې نن پاكستانې قوم د پاكستان مؤسس قائد اعظم محم?? علي جناح او ډاكټر علامه اقبال او د تحريك پاكستان نورو مشرانو ته ?? عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوي۔ هغه ووئيل زده كړې د تيرو نه رڼاګانو او د نامعلوم نه تر معلومه زمونږ لارښودنه كوي۔ زده كړې مونږ ته ?? خپل مور پلار ٬ استاذانو او مشرانو د احترام ??ولو ٬ ضرورتمندو سره د مرستې كولو ٬ د يو بل د حقونو خيال ساتلو او په ټولنه كښې د ژوند كولو آداب ښائي ٬ ځكه ځوان كول له به ټول پام د زده كړو ترلاسه كول پلو ګرځول وي۔ هغه ووئيل نوې نسل زده كړو ته پام ??ولو سره د دې هېواد په سوكالۍ او پرمختګ كښې بنيادي كردار ترسره كولې شي۔