اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) په هې??اد كښ?? د كور??نا زياتېدونكي كېسونه په نظر كښ?? ساتلو سره په صوبو كښ?? په هاټ سپاټ كښ?? د لاك ډاٶن نفاذ سره سره د اپرېل د 5مې نېټې نه د ودونو او نورو دستورو په انعقاد مكمل بندېز لګول شوے. د اتوار په ورځ د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر ﴿اېن سي او سي﴾ خاص غونډه د منصوبه بندې وفاقي وزير اسد عمر په مشرې كښ?? وشوه. په غونډه كښ?? د پنجاب، سندھ، خېبر پښتونخوا او د بلوچستان چيف سېكترانو د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو. په غونډه كښ?? پرېكړه وكړې شوه چې د مارچ د 29مې نېټې كال 2021م څخه به د هې??اد په ټولو صوبو كښ?? هاټ سپاټ په ګوته كولو سره هلته لاك ډاٶن لګولې شي. دې سره سره د اپرېل د 5مې نېټې نه به په ان ډور او آٶټ ډور ودونو او دستورو هم په مكمل توګه بندېز وي. البته صوبو ته اختيار وركړے شوے چې دوي صورتحال كتلو سره بندېزونه لګولې شي. اېن سي او سي په هر ډول سماجي، كلتوري، سياسي او د لوبو په چارو هم بندېز لګولے. د دې بندېزونو اطلاق به په هغو ښارونو او ضلعو كېږي چرته چې د كور??نا د مثبت كېسونو شرح د 8 فيصد نه زياته ده. اېن سي او سي وئيلي دي چې په صوبو كښ?? په ټرانسپورټ كښ?? د مسافرو كمي لپاره په مختلف آپشن غور كېږي او په دې لړ كښ?? به حتمي پرېكړه د صوبو د رائې او د رېل، ټرېن او هوائي جهاز د سفر كوونكو د شمېرې ترلاسه كېدو نه پس كولې شي. د دې نه علاوه صوبو ته هدايت شوے چې هغوي دې د اېن سي او سي لخوا وركړې شوي اهداف په وخت ترلاسه كړي. د اېن سي او سي لخوا صوبو ته د وېكسي نېشن ټارګټ پوره كولو هدايت شوے او وېكسي نېشن لپاره د درست او په وخت د ډېټا وركړې ??او??ي كولو هم وئيلي شوي دي.