فېصل ??با?? 13 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې حكومت به د بې وسه، بې دركه او نظر انداز يتيم ماشومانو مرسته كوونكې جوړېږي او دې لپاره اقدامات كولې شي، په ټولو ښارونو كښې به سټريټ چلډرنز لپاره چائلډ پروټېكشن اېنډ وېل??يئ?? بيوروز جوړولې شي. ده دا خبرې د اختر په ورځ په فېصل ??با?? كښې د چائلډ پروټېكشن اېنډ وېل??يئ?? بيورو د دورې په مهال ماشومانو ته د ډالې وركولو نه پس مېډيا سره په خپ??و خبرو كښې وكړې. وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې د احساس پروګرام له مخې په وړومبي ځل د 45 زره نه كم امدن لرونكو كورنيو د انډرګرېجوېټ ماشومانو لوړو زده كړو لپاره 50 زره سكالرشپ وركولې شي. ده ووئيل چې د احساس كفالت پروګرام په نوې سروے كښې د مستحقينو شمېره د 4 نه 7 مليونو ته رسولې شي. دغسې ځوانانو لپاره قرض هم اسانولې شي. ده ووئيل چې حكومت به د بې وسه، بې دركه او نظر انداز يتيم ماشومانو مرسته كوونكې جوړېږي او دې لپاره اقدامات كولې شي.