اسلام آباد 28 جون (اے پي پي)خارجه ??زير شاه محمود قرېشي وئېلي دي هند اېف اے ټي اېف د سياسي مقاصد لپاره كاروي٬امريكې ته د اډې نه وركولو پريكړه د هېواد ??ه ګټه شوی٬د اګست په وړومبۍ نېټه به په سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ كار پیل شي۔د ګل په ورځ د اېف اے ټي اېف٬د افغانستان صورتحال او سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ په اړه په خپل يو بيان كښې خارجه ??زير ووئيل ما د اېف اے ټي اېف په اړه خپل دريځ ټول قام ته وړاندې كړے او د بېلو هېوادونو خارجه ??زيرانو سره په دوه اړخيزه خبرو كښې په دې اړه د خيالاتو څرګندونه شوې او هغوي مې د خپلو انېدښنو څخه خبر كړې۔خارجه ??زير ووئيل هند اېف اے ټي اېف د سياسي مقاصدو لپاره كاروي٬اېف اے ټي اېف يو تكنيكي فورم دے٬دا د سياسي مقاصدو لپاره كارول نه دي پكار۔كه د اېف اے ټي اېف مقصد مني لانډرنګ او ټيرر فنانسنګ مخ نيول كول وي نو زمونږ هم دا هدف دے۔خارجه ??زير شاه محمود قرېشي ووئيل په تېرو دوو كلونو كښې مونږ له چې د اېف اے ټي اېف لخوا كوم پروګرام راكړے شوے ؤ په هغې عملدرآمد ډېر ګران ؤ خو مونږ كړے٬مونږ په 14 قوانين كښې بدلون كړے او نوې قانون سازي مو كړې٬د انتظامې نوعيت ګامونه پورته كړې شوي او ذمه وار مو يوازې ??ه ګوته كړې نه دي بلكې د هغوي په ضد مو كاروائي كړې او د پاكستان عدليه او انتظاميه خپل خپل كردار ادا كوي۔شاه محمود قرېشي ووئيل زمونږ مقننه خپل ذمه وار كردار ادا كړے ٬ تر كومې چې د سفارتي هڅو ت??لق دے٬په دې مسئله چين٬سعودي عرب٬ملائېشيا٬انډونېزيا او خليجي ه??وادونو ښه ښكاره ډول زمونږ ملګرتيا كړې۔خارجه ??زير شاه محمود قرېشي واضحه كړه چې مونږ مونږ د فيټف معلاماتو حل كولو لپاره څه كړي هغه مو د هېواد ??ه ګټه كړي۔ ده ووئېل د اډې وركولو نه انكار مونږ د هېواد ??ه ګټه كړے او په سباون كښې به چې كومه پريكړه كوو هغه به ه مد هېواد ګټې له كوو۔خارجه ??زير شاه محمود قرېشي ووئيل صدر بائيډن وئېلي دي چې مونږ په افغانستان كښې يو ټريلين ډالر خرڅ كړي٬آرمي ته مو تربيه وركړې٬ادارې مو اودرولي٬ د امريكې رائے عامه د امريكائې ځواكونو نوره په افغانستان كښې د پاتې كېدو په حق نه ده ۔شاه محمود قرېشي ووئيل د وتلو پريكړې كولو نه پس هم د امريكې حكومت هغوي ته د مالي مرستې دوامداره ساتلو باور وركړے تر كومه چې د امن ت??لق دے نو د دې پريكړه به افغانانو له پخپله كول وي٬دا پريكړه به افغانان كوي چې هلته قانون څنګه پكار دے چا ته به كوم اختيارات ترلاسه وي٬د چا به څه حقونه وي او پاكستان د ګاونډي په توګه د امن لپاره لاس په دعا هم دے او مرسته چې څومره ممكن وي مونږ به يې كوو۔خارجه ??زير ووئيل زمونږ پالېسي ډېره واضح ده ٬ مونږ په افغانستان كښې د امن او استحكام او خوشحالۍ خواهش لرو٬موڼږ غواړو چې افغانستان سره زمونږ تجارت يو په دوه وي۔خارجه ??زير ووئيل د افغانانو پريكړې مونږ نشو كولې٬مونږ د هغوي د پريكړو احترام كولې شوو٬ افغان اولس له په ډلو د چارو تر سره كولو لپاره فشار اچول پكار دي۔شاه محمود قرېشي د سوئېلي پنجاب اولس ته مباركي وركولو سره ووئېل په وړومبي ځل د هغوي لپاره په بجټ كښې زيات فنډ بېل كړے شوے٬دا خبره باوري كړې شوې چې د سوئېلي پنجاب بجټ به د سوئېلي پنجاب په پرمختګ خرڅ كولې شي۔شاه محمود قرېشي ووئيل په پخوانو حكومتونو كښې په 33 فيصد آبادۍ يوازې 17 فيصد پرمختيائي فنډز خرڅ كېدو٬د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ بنياد تيګه وزيراعظم عمران خان اېښودې۔خارجه ??زير وئيل تېره ورځ زما د سوئېلي پنجاب اېډېشنل چيف سېكرټري او د سوئېلي پنجاب نورو سېكرټريز سره تفصيلي ملاقات شوے٬ما ته يې پوره شيډول ښودلے د كوم له مخې چې د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ لپاره د 63 ايكټر زمكې منتقلي بشپړه كړې شوې ٬ انشاﺀ الله د اګست په وړومبۍ اونۍ كښې به په سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ كار پېل كړے شي