اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئېلي دي پاكستان د مېډيا ډوېلپمنټ اتهارټۍ د لارې د اليكټرانك مېډيا خبريالان خپلواكه جوړول غواړي٬د جرنلسټس مېډيا پروټېكشن بل د قامي اسمبلۍ بشري حقونو قائمه كمېټۍ سره دے٬بلاول بهټو دې زر بل ته حتمي شكل وركړي دغسې چې د خبريالانو تحفظ باوري كړے شي٬د هېواد په برآمدات او ترسيلات زر كښې رېكارډ اضافه شوې۔كرنټ اكا??نټ خساره په سرپلس بدله شوې٬په ټېكس محصولات كښې هم رېكارډ اضافه شوې٬د سپورټس خبريالانو ستونزو څخه خبر يوو ٬د اطلاعات او خپرونو وزارت د خبريالانو خېرښېګړی لپاره عزم لري۔د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب د جمعې په ??رځ د ورلډ سپورټس جرنلسټس ډے په اړه يوې دستورې ته وېنا ??ول??۔د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب ووئيل وزيراعظم عمران خان د قامي سلامتيا په معامله ټولو سره په ګډه په كار ??ول?? باور لري۔ده ووئيل عدالت نواز شريف اشتهاري او مفرور ګرځولے٬عدالت عاليه د نواز شريف سزاګانې هم بحال كړي٬كه نواز شريف اوس هم هېواد ته رانغلو نو بيا به سرټيفائيډ بهګوړه وي۔ده ووئيل هڅه ده چې د خبريالانو د استوګنې مسئلې حل ??ول?? لپاره اقدامات وكړو٬خبريالان صحت كارډ پروګرام كښې هم شاملول غواړو۔ده ووئيل د هېواد په تاريخ كښې برآمد كوونكو ته رېكارډ ټېكس ريفنډ كړے شوے٬وزيراعظم عمران خان د غريبې طبقې يوازې مالي مرسته نه بلكې هغوي په خپلو پښو اودرول غواړي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په قامي اسمبلۍ كښې په ښكاره ډول د قامي ننګ او خودارۍ مقدمه وړاندې كړې