اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د ماشومانو په عم??ونو كښې چې وقفه كمه وي نو ماشومان د سټنټنګ ﴿غذائي كمي﴾ ستونزو سره مخ كېږي. آباد?? نړيوالې ورځې په موقع په خاص وېډيو پېغام كښې صدر مملكت ووئيل چې هغه د ن??نۍ ورځې په مناسبت د مور او بچي د صحت په اړه مےمه خبره كول غواړي. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل چې كه د ماشومانو په عم??ونو كښې مناسبه وقفه نه وي نو د دې په نتيجه كښې د مور او ماشوم د صحت بېلا بېلې ستونزې پېدا كېږي او په خاص توګه ماشومان د سټنټنګ يعني د غذائي كمي پشان ستونزو سره مخ كېږي. ده ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د ” خېر خواهR21; په نوم يو خاص پروګرام هم پېل كړے. ده ووئيل چې ټول پاكستانيان دې د ماشومانو په عم??ونو كښې د مناسب وقفې اهميت په ډاګه كولو كښې خپل كردار ترسره كړي. صدر مملكت ووئيل چې زمونږ په ټولنه كښې د مور او ماشوم په صحت خبره نه كېږي. ده ووئيل چې د ماشومانو په عم??ونو كښې مناسب وقفې ، د مور او ماشوم د صحت په اړه په اولس كښې خبرتيا پېدا كولو لپاره دې هر يو وګړے خپل كردار ترسره كړي چې دغسې پاكستان يو خوشحال هېواد جوړ شي او زمونږ په كورنيو كښې خوشحالي راشي.