اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئېلي دي مريم صفدر د ټاكنو په كمپائن كښې د ??ود?? په كشميريانو كونكې ظلم٬غېر قانوني او په غېر آئيني اقدامات ولې غلې ده٬مريم د ??ود?? د اړخه د حريت لارښودو په زندان كښې په اچولو هم غلې ده۔مريم صفدر د كشمير د ټاكنو په كمپائن كښې د ووټ غوښتو په ځاے د پلار د بچ كولو فرياد كوي۔په اصل كښې مريم د نواز شريف لپاره اېن آر او غواړي٬هغې له مشوره وركوم چې د عمران خان څخه د هېڅ ډول اېن آر او هيله ونه لري۔د جمعې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د مريم صفدر په بيان خپل غبرګون كښې وئېلي دي د عمران خ??ن پ?? بغض كښې هغوي دومره په څه نه پوهېږي چې د عمران خان نامه د خپلې وېنا په اول كښې هم اخلي اخر كښې هم ۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان غوندې د آزاد جمو كشمير اولس پريكړه كړې چې د 25 جولائي ورځ د پي ټي آئي د كاميابۍ ورځ ده۔ده ووئيل عمران خان د كشميريانو رېښتونے وكيل دے٬عمران خ??ن په ملګرو ملتونو٬ټرمپ سره ملاقات كښې او د او آئي سي پشمول په هر فورم د كشمير مسئله پورته كړې۔په ازبكستان كښې عمران خان د هند خبريال د پوښتنې په زړه پورې ځواب وركړے او يو ځل يې بيا د ??ود?? آر اېس اېس نظريه په ډاګه كړه