اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې پاکستان کاميابۍ سر?? د كرونا وباء مخنيوي كړې٬ د وباء په څلورمه چپه كښې دې اولس په احتياطي ضابطه كار بشپړه عمل وكړي۔ د نهې په ورځ په ټك ټاك او ټويټ خپل وېډيو پېغام كښې ده ووئيل پاكستان د كرونا په ضد كاميابي ترلاسه كړې ده ٬ چې پكښې د حكومت لخوا ښه پرېكړے لوے لاس لري، د پ??کستان په مقابل كښې هند دې وباء څخه زيات ځپلې شوې دې۔ ده ووئيل د كرونا وباء په مهال ميډيا او علمائے كرامو په شعور بېدارولو كښې مرسته كړې او واكدارانو اولس ته آسانۍ وركولو لپاره كوټلي ګامونه پورته كړي٬ وزيراعظم عم??ان خان وئيلي چې لاك ډاٶنه به نه كوٶ٬ د غريبانانو د روزګار خيال به ساتو۔ ده ووئيل دا مهال د كرونا څلورمه چپه روانه ده او ډېلټا وائرس په تندۍ سر?? خپرېږي٬ د څاروو د اخستو او د لوے اختر لمونځ په مهال د كرونا نه بچ كېدو لپاره په احتياطي ضابطه كار بشپړه عمل وكړئ، لاس ووېنځۍ٬ ماسك استعمال كړۍ او سماجي فاصله پ?? ځائ وساتۍ٬ په بازارونو كښې هم په احتياطي ضابطه كار عمل باوري كړۍ ۔ ده ووئيل هېواد د اقتصادي پرمختګ په لور روان دې، كه مونږ د كرونا د دې چپې په كاميابۍ سر?? مقابله وكړه نو هېڅوك هم د پ??كستان په پرمختګ كښې خنډان نه شي ودرولې۔