اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) ص??ر مملکت ډاکټر عارف علوي د لوي اختر په موقع ف??صل مسجد كښې د كرونا اېس او پيز په خلاف ورزۍ د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره وئيلي د احتياطي تدبيرونو خلاف ورزۍ كوٶنكو په ضد دې د قانون له مخې كاروائي وكړې شي۔ د ايوان ص??ر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د لوي اختر لمونځ په مهال صر په ف??صل مسجد كښې د كورونا د اېس او پيز د سنګين خلاف ورزو نوټس اخستې۔ د ايوانِ صدر لخوا داخله سېكتر ته چيټۍ او د صحت او مذهبي چارو وزارتونو ته د دغه چيټۍ نقل لېږلې شوے دے۔ په خط كښې وئيلي شوې دي چې د كورونا د څلورمې چپې اثرات كمولو لپاره په احتياطي تدبيرونو عملدرآمد لپاره سخت اقدامات ډېر ضرورې دي٬ اړوند ادارو ته د كرونا په اېس او پيز عملدرآمد لپاره دې ??دايات جاري كړې شي۔ خط كښې وئيلي شوې دي چې د احتياطي تدبيرونو د خلاف ورزۍ كوٶنكو په ضد دې د قانون له مخې كاروائي وكړې شي۔