اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي الېكټرانك ووټنګ مشين په ټاكنو ??ښې د سپېځ??تي?? راوستو سرچينه ده۔ كه حكومت او اپوزيشن صلاح شول نو راتلونكې ټول ټاكنې په اي وي اېم كېدې شي۔ د اي وي اېم په كارولو به ټاكنو ??ښې د درغلې امكانات كم شي۔ د ټولټاكنو نتيجې به په سمدستي توګه ترلاسه وي۔ دې ??ښې به د الېكټرانك ټرېل سره سره پېپر ټرائل هم موجود وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه ډيجيټل ميډيا ونګ سره مركه ??ښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل په الېكټرانك ووټنګ مشين مونږ زور ځكه راوړؤ چې دا انټرنېټ سره منسلك نه دے۔ دا مشين د موجوده پېپر بېسډ نظام نه يو قدم وړاندې دے۔ دې ??ښې به د الېكټرانك ټرېل سره سره پېپر ټرائل هم موجود وي۔ هغه ووئيل په عامه توګه ټاكنې 5 بجې ماښام ختمېږي او مونږ تر سهار د نتيجو په انتظار يوو ٬ د دې په مقابل ??ښې د الېكټرانك مشينونو سره به د ټولټاكنو نتيجه فوري ترلاسه كېږي او د درغلې امكان به هم كم وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې هغه ووئيل آزاد كشمير ??ښې حكومت د ن ليګ ؤ۔ د آزاد كشمير وزيراعظم د ن ليګ ؤ۔ د الېكشن كمېشن سينئر ممبر هم د آزاد كشمير د وزيراعظم سانډو ؤ۔ كله چې ن ليګ ماتې وخوړه نو هغوي ووئيل درغلي شوې۔ وفاقی وزیر ووئيل داسې به كومه لار خپلول وي چې ورسره د دوي تورونه لرې كړے شي۔ هغوي چې ټاكنو ??ښې ماتې وخوري وائي ټګي شوې او چې كله بريا ترلاسه كړي نو وائي ټاكنې سمې شوي۔ په دې لړ ??ښې به يوه تګلاره وضعه كول وي چې ورسره د ټاكننو سپېځ??تي?? ته څوك ګوته ونه نيسي۔ چوهدري فواد حسین ووئیل د وزیراعظم او پي ټي آئي دریځ دا دے چې په ټاكنو ??ښې سپېځ??تي?? له دې د ټېكنالوجۍ په لوري حركت وكړے شي۔ د ټېکنالوجۍ كارولو سره به ټول ټاكنو ??ښې د فرسټ ورلډ په ډول سپېځ??تي?? رامخې ته شي۔ په ټول ټاكنو ??ښې د اي وي اېم كارولو لپاره د الېكشن كمېشن شرطونو په اړه خپلو خبرو ??ښې د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل الېكشن كمېشن 36 شرطونه وړاندې كړي ٬ كه كوم مشين دا شرطونه تر سره كوي نو ټاكنو كښی به كارولے شي۔ هغه ووئيل مونږ چې كومه ټېكنالوجي راوړې هغه د الېكشن كمېشن ټول شرطونه تر سره كوي۔ د همكارانو د تحفظاتو په اړه وفاقي وزير ووئيل په همكارانو ??ښې الېكشن كمېشن او اپوزيشن ګوندونه شامل دي۔ هغه ووئيل اپوزيشن دې اول دا مشينونه اوويني بيا دې خپله پرېكړه وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښېې وفاقي وزير ووئيل دا مهال 5 كمپنۍ اي وي اېم جوړوي كومې چې د الېكشن كمېشن شرطونه پوره كوي۔ اوس د قيمت تعينولو معامله ده۔ د ټېكنالوجۍ په لړ ??ښې كومه ستونزه نه لرو ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ??ښې هغه ووئيل په دې لړ كښې د قانوني شرطونو دوه برخې دي۔ يوه برخه الېكشن كمېشن ته د اختيار وركولو ده۔ قامي اسمبلۍ څخه په دې حقله بل منظور شوے كوم چې اوس سېنېټ سره دے۔ د سېنېټ دوه كمېټۍ په دې كار كوي۔ كه په سېنېټ ??ښې نور بدلونونه رامخې ته شول نو دا به يو وا??ې بيا قامي اسمبلۍ ته راځي او په دې به قامي اسمبلۍ ??ښې بيا ووټنګ كېږي۔ هغه ووئيل كه حكومت او اپوزيشن صلاح شول نو راتلونكې ټول ټاكنې په اي وي اېم كېدې شي۔ هغه ووئيل كه حكومت او اپوزيشن اتفاق وكړو نو په دې به ډېر زر عملدآمد وكړے شي۔ د راتلونكو ټاكنو په اي وي اېم د كولو په اړه د يو پوښتنې په ځواب ??ښې وفاقي وزير ووئيل د راتلونكو ټاكنو په اي وي اېم كولو په لړ ??ښې كومې ستونزو نه لرؤ۔ د ټېكنالوجۍ په حقله كار بشپړ شوے۔ مونږ له به مشينان كارول وي۔ كه د اپوزيشن او حكومت تر مينځه صلاح يوه شوه نو د دې په سبا د اي وي اېم مشينونو اختسل پېل كيدې شي او د دې د لاری راروانې ټاكنې هم كېدې شي۔