اسلام آباد 14اګست (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سره نېزه باز ارشد نديم او وېټ لفټر طلحه ط??لب ملاقات كړے. د خالي په ورځ د ايوان صدر د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې ص??ر مملكت ډاكټر عارف علوي سره په ټوكيو اولمپكس كښې برخه اخستونكو پاكستاني اېتهلېټس نېزه باز ارشد نديم او وېټ لفټر طلحه ط??لب ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزيره ډاكټر فهميده مر??ا هم موجود وه. صدر مملكت په ??انګړي پوزيشن ترلاسه كولو د اېتهلېټس د كاركردګې ستائنه وكړه. ده ووئيل چې دواړو لوبغاړو د غوره لوبې څرګندونې سره د هېواد نوم روښانه كړے. صدر مملكت د دې هيلې څرګندونه وكړه چې دوي به په سباٶن كښې د دې نه د ښې كارګردګۍ څرګندونه وكړي. په دې موقع صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ډاډګېرنې لپاره دواړو اېتهلېټس ته انعامي چېكونه هم وركړل.