اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي ټول ټاكنو كښې د اي وي اېم كارونه د ټګۍ د لعنت خاتمې له مستقل حل دے او دې سره ب?? د ټاكنو د لاسه وركړے شوے وقار بيا بحال شي، زمونږ هېواد د ټاكنو ضرورت له مخې هره ورځ د دوه زره نه د زياتو اي وي اېم مشينانو د جوړولو ګنجائش لري ، كوم خلق چې د اي وي اېم مخالفت كوي ھغوي له پكار دي چې په ټاكنو كښې د ټګۍ مخنيوي لپاره ب?? او نوي وړاندېزونه رامخې ته كړي۔ د نهې په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل حكومت د اي وي اېم په مسئله څو ځله اپوزيشن ته د خبرو اترو بلنه وركړې خو ھغوي ك??ه هم دا معامله په سنجيدګۍ سره نه ده ګڼلې او ناجائزه اعتراضونه ئې كړي۔ فرخ حبيب ووئيل د پي ټي آئي د سياست بنياد يواځې په احتساب او سپې??لت??ا جوړ دے ، په دې لړ كښې حكومت په سباون كښې په انتخاباتو كښې سپې??لت??ا باوري ك??لو لپاره ټول ضروري اقدامات كوي، د اي وي اېم مخالفت كوٶنكي په هېواد كښې د پاكو او بې پرې ټاكنو په ضد دي۔ ده ووئيل اپوزيشن دې قامي يا نړيوال پوهان راوبلي او د اي وي اېم پحقله دې خپل تحفظات لرې كړي مونږ پرې هېڅ اعتراض نه لرو۔ده ووئېل الېکشن کمېشن دې د اي وي اېم په ضد د مزاحمت په ځاے د انتخابي پولنګ مرستې له كار وكړي