اسلام آباد23ستمبر (اے پي پي)خارجه سېكرټريسهېل محمود سره د افغانستان پحقله د چين ٬ روسي?? او پاكستان خاص استازو سفير يو ژياونګ ٬ سفير ضمير كابلوف او سفير محمد صادق ليدلي دي ۔ د خارجه دفتر له مخې د ملاقات په مهال د افغانستان په تازه سياسي او معاشي وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه سېكرټري د خاص استازو د كابل دورې ستائنه كولو سره سوله ايز٬ مستحكم ٬ خپلواك?? او سوكاله افغانستان لپاره د مشتركه مقاصدو ودې له د نزدې مرستې اهميت رامخې ته ??ړو۔ خارجه سېكرټري دا هيله څرګنده كړه چې حکومت به په افغانستان كښېتل پاې استحکام لپاره اقدامات كوي۔ سهېل محمود په دې خبره زور راړوچې د افغانستان موجودہ معاشي اشارئې د اندېښنې وړ دي٬ د معاشي بدحالۍ په نتيجه كښې ګاٶنډيانو هېوادونو ته د كډوالو د راتګ نوې ??په راتللې شي٬ دې لپاره ضروري ده چې نړيواله ورورولي په رابطه كښې وي او په بشري بنيادونو مرستې سره په افغانستان كښې صورتحال مستحكمولو له كردار تر سره كړي۔ خارجه سېكرټري د دې خبرې پخلے وكړو چې پاکستان به افغانستان د امن ، پرمختګ او سوكالۍ په لاره روانولو لپاره خپلې هڅې دوامدارې ساتي۔