کراچۍ ۔12اکتوبر (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي په ټولنه كښې خصوصي وګړو لپاره د آسانيو رامخې ته كولو په حاجت ??ور راوړلو سره وئيلي دي د تعليمي ادارو او د هنرمندۍ پروګرامونو د لارې د خاص وګړو تربيې ته خاص پاملرنه دې و??ړې شي۔ شتمند دې ټولنې څخه د بې وزلۍ ختمولو له خپل كردار ترسره كړي۔ صدر د دې خيالاتو څرګندونه كراچۍ كښې په الشفا ټرسټ كښې د سپېشل سكول او بحالۍ مركز د بنياد تيګه اېښودو دستورې ته خپل خطاب كښې و??ړه۔ هغه ووئيل پوهنتونونو ته سپارښتنه شوې چې هغوي سكولونو ٬ كالجونو او پوهنتونونو ته د معذور وګړو رسېدو له په آسانۍ رامخې ته كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ د لوړو زده كړو كمېسيون (اېچ اي سي ) وړاندې دا اعلان كړے چې د معذوره وګړو نه به كوم فيس نه اخستلے كېږي۔ صدر د معذوره وګړو د خېال ساتلو په حاجت ??ور راوړو او شتمندو ته ئې و??ئيل راوړاندې شې او ټولنې څخه د بې وزلۍ ختمولو له د خپلې برخې كردار ترسره كړې۔ هغه ووئيل زمونږ نبي علېه السلام د بشر دوستۍ او د ټولنې د راپورته كولو تاكيد كړے۔ هغه زياته كړه چې د احساس پروګرام ترسېوري لاندې خصوصي وګړو ته د مياشتې دوه زره روپۍ وركولې شي۔ د پی آئی اے چیف اېګز??کټ?? آفیسر ایئر مارشل ارشد ملک دستورې ته خپل خطاب كښې د صدر ملمكت او د هغه د كورودانې بېګم ثمينه علوي مننه كولو سره په ټولنه ??ور راوړو چې په فنډ رېزنګ كښې برخه واخل?? دغسې چې د خصوصي وګړو مرسته وكړې شي۔ د دستورې په اخر كښې د الشفا ټرسټ خصوصي كوچنيانو يوه په زړه پورې ټېبلو وړاندې كړه د كومې چې صدر مملكت او بېګم ثمينه علوي ستائنه وكړه۔ په دستوره كښې غېر ملكي سفارتكارو ٬ د صوبائي او قومي اسمبلۍ غړو او نورو اړوندو چارواكو ګډون كولو