اسلام آباد 16 اکتوبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د پاكستان په ??ار??خ كښې به په وړومبي ځل د عيد مېلادالنبي صلی الله عليه وآله وسلم پياوړې چشن لمانځلې شي چې پكښې به ټول قو?? په بشپړه توګه ګډون كوي، ربيع الاول هغه مباركه مياشت ده په كومه كښې چې زمونږ نبي حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم نړۍ ته تشريف راوړو، دا د بركتونو مياشت ده په كومه كښې چې الله تعالٰی خپل ??بيب صلی الله عليه وآله وسلم دې نړۍ ته راولېږلو. د خالي په ورځ د عيدميلاد البني صلی الله عليه وآله وسلم په اړه په خپل ??اص پېغام كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې الله تعالٰی خپل ??بيب حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم ته د رحمت اللعالمين خاص خطاب وركړے. حضور نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم د نړۍ د ??ار??خ تر ټولو لوي ليډر دے. ده ووئيل چې د ليډر تر ټولو لوي خصوصيت دا وي چې هغه خلق راټول كړي. ده ووئيل چې زما خواهش دے چې په عيد مېلادالنبي صلی الله عليه وآله وسلم كښې ټول خلق په بشپړه توګه ګډون وكړي. سږ كال د ربيع الاول په مياشت كښې بايد مونږ داسې جشن ولمانځو كوم چې زمونږ د قو??ي ??ار??خ تر ټولو پياوړے جشن وي چې واضحه شي چې د پاكستان په ??ار??خ كښې وړاندې كله هم چا داسې عيد مېلاد النبي صلی الله عليه وآله وسلم نه و لمانځلې. وزيراعظم عمران خان د قو?? په نامه په خپل پېغام كښې اولس، مېډيا او د اقليتونو پشمول ټول قو?? ته په جشن ميلادالنبي صلی الله عليه وآله وسلم كښې د بشپړ ګډون كولو بلنه وركړه. ده ووئيل چې نړۍ به وګوري چې د پاكستان په ??ار??خ كښې د دې نه وړاندې كله هم په دې ډول د عيد مېلاد النبي صلی الله عليه وآله وسلم جشن نه و لمانځل شوے.