ملتان 18 اكتوبر ﴿اے پي پي﴾ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي د 12م ربيع الاول په موقع ټول قام ته مباركي وركوم ، قام ته خواست دے چې په دې مقدسه ورځ خپل كشميريان وروڼه هېر نه كړي، د بنديوانو كشميريانو اخلاق?? او سفارتي مرسته به روانه ساتو، مودي سركار دې په كشميريانو ظلم و ستم بند كړي، اپوزيشن په چغو سورو د هېواد د پرمختګ په لاره كښې خڼډان راپېدا كوي. ده دا خبرې د ګل په ورځ ملتان كښې د بېلا بېلو دستورو او په شاركن عالم كالونې كښې د عيد مېلادالني صلی الله عليه وآله وسلم په لړ كښې لاريون ته په خپله وېنا كښې و??ړې. خارجه وزير ووئيل نن كشميريان د هند لخوا د لګولے شوو بندېزونو له امله سخت اذيت سره مخ د?? او د نورو مقدسو ورځو پشان د نننې ورځې لم??نځ??و نه هم قاصر دي. مودي سركاري ته يو ځل بيا وايم چې هغه په مظلومو كشميريانو ظلم بند كړي. ده ووئيل د بنديوانو كشميريانو اخلاق?? او سفارتي مرسته به روانه ساتو. ده ووئيل په نننې ورځ پاكستان او اسلامي امت ته مباركي وركوم او هيله لرم لكه د نورو ورځو په شان به عيد مېلادالنبي ﴿ص﴾ هم په ملي يووالي، ورور??لې او د امن پېغام سره ولم??نځ??ې شي.