اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) ۔ د اطلاعات او خپرونو وف??قي وزير چوهدري فواد ??سېن وئيلي دي پنجاب ك??ې به د ميئر ټاكنې نېغ په نېغه كېږي٬ په نړيوال ماركيټ كښې پرله پسې د تېلو په بيعه زياتېدو اندېښنه لرو، د توان بحران مخنيوي لپاره تګلاره جوړٶ، وزيراعظم به په يو دوو ورځو كښې د ګرانۍ پحقله پېكېج اعلانوي، د يو كروړ نه زياته آبادي به نېغ په نېغه دغې پېكېج څخه مستفيد كېږي، د اعظم سواتي او زما په ضد د الېكشن كمېشن نوټسز بې بنسټه او په ناانصافۍ آډانه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پاكستان تحريك انصاف د كور كمېټۍ غونډې نه پس ميډيا سره خبرو كښې كړې۔ په دې موقعد وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل هم موجود ٶ۔ وف??قي وزير ووئيل د كمېټۍ په غونډه كښې په ګرانۍ اوخېبر پښتونخوا او پنجاب ك??ې په كېدونكو بلدياتي ټاكنو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ وف??قي وزير په پنجاب ك??ې د ځائي حكومتونو د ټاكنو ذكر كولو سره ووئيل پنجاب ك??ې به د ځائي حكومتونو ټاكنې نېغ په نېغه كېږي، وزيراعظم او کور کميټۍ پرېكړه كړې چې د پنجاب په ښاريو او ضلعو كښې به د ميئرز انتخابات نېغ په نېغه كېږي٬ وزيراعظم د وړومبۍ ورځې نه د ډ??ئر??كټ ډېموکرېسي لوظ كړے ٶ او په دې لړ كښې تيارۍ حتمي پړاٶ ته رسېدلي۔ ده ووئيل وزيراعظم ټول ګوند ته امر كړے چې ھغوي د ځائي حكومتونو ټاكنو لپاره فعاله شي، د پنجاب په ضلعو كښې د نامزدګۍ سلسله پېل كوٶ٬ دغسې په خېبر پښتونخوا كښې د ځائي حكومتونو ټاكنو لپاره كمپائن پېل شوے۔ چوهدري فواد ??سېن ووئيل د الېكشن كمېشن لخوا د اعظم سواتي اوزما په ضد نوټس په زياتۍ آډانه دي كوم چې په سمدستي توګه بېرته اخستل پكار دي