اسلام آباد 17 دسمبر(اے پی پی) د سمندري چارو وفاقي وزير علي زيدي سره په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ ليدلي دي۔د چين سفير نونګ رونګ او وفاقي وزير علي زيدي د سي پېك د توان پروژو او د ګوادر په ترقۍ د خيالاتو څ??ګندونه كړې ۔ ملاقات كښې د دواړو ترمينځه د پاكستان او چين د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څ??ګندونه وشوه چې پكښې د كراچۍ په كمپري هينسوكوسټل ډوېلپمنټ زون٬ګوادر سولر پينل٬اېسټ بے ا??كس??رېس وے او پ??ك چائنا ټېنيكل اينډ ووكېشنل انسټي ټيوټ په پروژو غور وشو۔دواړو په دې پروژو د كار په تندولو اتفاق وكړو۔په دې موقع وفاقي وزير علي زيدي ووئيل د ګوادر خلك به د دې پروژو څ??ه بې شمېره ګټه ترلاسه كړي٬په پروژو كښې د روزګار پراخا موقعې٬معياري سړكونه٬استوګنې٬روغتيا او د تعليم آسانۍ شاملې دي۔د چين سفير نونګ رونګ ګوادر لپاره د دې پروژو په اهميت خبرې وكړې۔په دې موقع د چين سفير وفاقي وزير علي زيدي ته د چين په سفارتخانه كښې د دې پروژو پرمختګ او د بشپړېدو په اړه د لا خبرواترو بلنه وركړه۔